The news is by your side.

د روسیې، افغانستان او امریکا لومړنۍ ویدیويي ناسته

خبریال وېب پاڼه/ نن افغانستان د سولې موضوع درې اړخیزې ناستې کوربه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي نن ماښام له روسيې او امریکا سره د سولې په اړه ګډه درې اړخیزه ناسته جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، په دې درې اخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له قوله، ناسته نن ماښام جوړېږي او د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند، بندیانو خلاصون او د جګړې د شدت کموالي په اړه پکې بحث کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې درې اړخیزه ناسته کې به د تاوتریخوالي پر کموالي، د بندیانو پر ازادېدو، بین الافغاني خبرو، دایمي او هر اخیز اوربند او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځ ته کېدو خبرې وشي.

تر بهرنیو چارو وزارت وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی وو او یاده کړې یې وه، چې دا ناسته د روانې مېلادي میاشتې جون پر پنځلسمه پلان شوې، چې په انلاین بڼه جوړېږي او د افغان سولې او په بین الافغاني مذاکراتو کې د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه به پکې بحث کېږي.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالب او افغان حکومت زندانیانو د خلاصون د لړۍ له دوام سره هم مهاله د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې دي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شوې او تمه ده روانه اوونۍ دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي.

خو طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم يې پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه وغږېږي.

له دې سره بیا ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ازادولو بهیر په روانې اوونۍ کې پای ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق القحطاني وايي چې کابل ته په خپل وروستي سفر کې، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د ژر پیل لپاره، د افغان حکومت له مشرانو او کابل کې له طالب پلاوي سره سلامشورې کړې دي.

که څه هم تر اوسه د بین الافغاني خبرو وخت او ځای څرګند نه دی.

الجزیرې شبکې د قطر د بهرنیو چارو د ځانګړي استازي له خولې راپور ورکړی چې ولسمشر غني په قطر کې د افغانانو تر منځ د خبرو له پیلېدو سره هوکړه کړې ده.

خو د افغان حکومت یوه سرچینه وایي چې ولسمشر غني په دوحه کې د افغانانو تر منځ یوازې د لومړنیو غونډو له جوړېدو سره هوکړه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.