The news is by your side.

ځان وژنه او عوامل یې

خبریال وېب پاڼه/ نن ورځ په پراخه نړۍ کې د مختلفو سهولتونو د شتون ترڅنګ بیاهم د نړۍ ۱۶ سلنه وګړي په هر کال کې ځان وژنه کوي.

دا ډول ناورین اکثریت د هغه خلکو له لوري رامنځ ته کېږي چې پر رواني ناروغیو اخته بلل شوي. دغه طبقه خلک د ژوند څخه بېزاره دي.

هر کار کول ورته ناممکن ښکاري. بریالیتوب ته رسېدل ورته یو خیال ګرځېدلی وي او په پراخه نړۍ کې خپل شتون نه شي زغملای او داسې انګېري چې ولې دی تر اوسه ژوندی دی؟ ولې په هغه خوب نه وېدۀ کېږي چې د بیا ویښېدو امکان یې نشته.

دوی مرګ د ځان لپاره یو ډول سکون بولي او فکر کوي چې په دې کار به دوی له دې ډول ستړو فکرونو، اندېښنو او ذهني ګډوډویو څخه وژغورل شي.

د ځان وژنې پېښې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي او خلک یې د علتونو پر پلټلو بوخت دي چې کوم عوامل موجود دي چې یو فرد ځان وژنې ته مجبوروي.

د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ددې وژونکې پدیدې د څېړلو او عواملو د ښکاره کولو لپاره څېړنې او تجربې ترسره شوي چې ځینې لاسته راغلي او منل شوي عوامل یې په لاندې ډول واضح کوو.

1 رواني ناروغۍ:

دغه ډول ناروغي خپل اخته ناروغان په داسې ذهني ستړي کوونکو فکرونو باندې روږدي کوي، چې پرې اخته ناروغ د ژوند څخه بېزاره کېږي او ځان ورته یو عبث او اضافه انسان په ټولنه کې ښکاري چې ګوندې هېڅوک یې د پاملرنې وړ نه بولي او د خلکو پر وړاندې یو نامنل شوی اضافه شخص دی.

2 فقر او بېکاري:

فقر نن ورځ بله هغه موضوع بلل شوې چې په ټولنه کې وګړي مختلفو جرمونو کولو ته مجبوروي چې له ډلې یې یوه هم د ځان وژنې جنایت دی.

څېړنې ښایي چې فقر او بېکاري انسانان دومره له ژونده ستړي کوي چې د یادې ستونزې د حل لپاره ځان وژنه غوره عمل بولي او بالاخره ځان وژنه کوي.

3 د چاپیریال اړیکې!

چاپیریال مستقیماً د افرادو پر کردارونو او ورځینیو کړنو باندې تاثیرات غورځوي چې په نتیجه کې د لویو جرمونو سبب ګرځېدلي دي لکه په یوه سیمه کې د ناوړه دودونو له امله یو شخص ځان وژنه کړې نو بل شخص د ورته ستونزې په پیدا کېدو سره هم ورته عکس العمل ښایي چې دا خپله د ځان وژنې یوه ښکاره او منل شوې وسیله بلل شوې ده.

4 ـ په نشه یي توکو روږدې کېدل

5 ـ په اړیکو کې خیانت

6 ـ جنسي زورونې

7 ـ کورنی تاوتریخوالی

8 ـ په کورني ژوند کې له دوی د خپلې خوښې اخېستل

9 :ـ د تعلیمي اداراتو ناسم چلندونه لکه په پوهنتون کې د یوه محصل / محصلې تحدیدول، بې پته کول او د هغوی له مجبوریت غلطه استفاده کول هغه ستونزه ده چې ډېری ځوانه طبقه یې دغسې جنایت کولو ته مجبوره کړې ده.

10 :ـ په مینه کې یو بل ته نه رسېدل اوسنی نوی پېژندل شوی عامل دی چې په خواله رسنیو کې یې ژوندي مثالونه د خلکو تر غوږوتو / سترګو رسېږي لکه غوره مثال یې په اوسنیو تازه د ځان وژنو په پېښو کې د هندي سینما د یوه مشهور اکټر سشانټ سینګ راجپوت دی چې خلکو یې د ځان وژنې علت خپلې مینې ته نه رسېدل یاد کړی.

دا او دې ورته ډېر هغه عوامل موجود دي چې نن ورځ یې په ټوله نړۍ کې خلک له دې ناروغۍ ( ځان وژنې) رنځ وړي او د مخنیوي لپاره یې هر اړخیزه ګامونه اخیستل کېږي خو لا هم نړیوال په دې نه دي توانېدلي چې ددې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ( WHO) د یوې څېړنې له مخې هر کال 1000000 لس لکه افراد د ځان وژنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د اسلام له نظره د ځان وژنې حکم

د جندب بن عبدالله رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په مخکنیو خلکو کې چې به کله پر یوه شخص دانه راوختله او نوموړي شخص به له هغه دانې په تکلیف شو نو د خپلو غشو له کڅوړې به یې یو غشی راوویست او دانه به یې پرې څېرې کړه چې د وینې د نه بندېدو له امله به نوموړی شخص مړ شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله ج وفرمایل: ما په هغه جنت حرام کړ.

پایله ـ په اسلام کې ځان وژنه حرامه بلل شوې او پر وژونکي شخص جنت حرام ګرځول شوی.

لېکنه ـ عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.