The news is by your side.

کلیفورنیا کې د ایران پرضد افغانانو لاریون ترسره کړ

خبریال ویب پاڼه / وروسته له هغې، چې د ایران حکومت وروستیو کړنو  په افغانستان او نړۍ کې  افغانان غوصه کړل

په هغه برید کې د سوځيدلو افغانانو کړیکې د هیواد په داخل او بهر کې په لاریونونو کې په لیکنیزه بڼه بدرګه کیږي، چې وايي: (اوبه راوړئ، چې وسوځیدم). 

تازه په کلیفورنیا ایالت کې یو شمیر افغانانو د ایران پر ضد لاریون کړی او په کې د یاد هیواد ضد شعارونه ورکوي

په کلیفورنیا ایالت کې د پاڅون په نوم میشت افغان، چې د ایران ضد دې لاریون کې ګډون کړی وایي، دوی سلګونه افغانان په دې موخه له بیلابیلو ښارونو راټول شوي او لاریون یې کړی، چې ایران له لوري افغان کډوالو سره د کړي ظلم غندنه وکړي

لاریونوالو په خپلو لاسونو کې د ایران ضد شعارونه  او د افغانستان ملي بیرغ لیږدوه

دوی وایي، ایران دې له افغان کډوالو سره خپل ظلم بند کړي که نه دوی به یې پر وړاندې خپل اعتراضونه نور هم سخت کړي

فرهاد کلیفورنیا کې یو بل میشت افغان دی چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی وایي، له دوی سره بله لار نشته چې د ایران پر وړاندې یې وکاروي

دی زیاتوي، دوی به د ایران پر ضد شعارونه ورکوي او تر هغې چې له خپلو ظلمونو لاس واخلي

فرهاد زیاته کړه، چې د دوی د لاریون موخه د نړیوالو خبرول دي، چې نړیوال پر ایران هم اقتصادي او هم سیاسي فشار وارد کړي څو دوی پر افغان کډوالو له ظلم کولو لاس واخلي

لاریون له نړیوالو غواړي چې پر ایرن خپل فشارونه زیات کړي.

لاریون کې یوشمیر افغان میرمنې هم ګډونوالې وې دوی وایي، نور نشي زغملای چې پر افغان ولس دې څوک ظلم وکړي

دوی وایي، په یو غږ به د دې ظلم پر وړاندې خپل غږ پورته کوي او له نړیوالو به د افغانانو د حق غوښتنه کوي

د ایران پر ضد د هیواد دننه هم مدني فعالانو او ځوانانو قهرجن لاریونونه ترسره کړل او له حکومت نه یې په دې برخه کې د څیړنو او له ایران سره د اړیکو د ساتلو پر بیا غور ټینګار کاوه

ایران کې د افغانستان سفیر هم ویلي وو چې  ایراني چارواکو ورته ویلي د دغه هېواد په یزد ولایت کې به د وژل شویو افغان پناه غوښتونکو د موټر چلوونکی ونیسي

د جوزا یا غبرګولي په ۱۴ مه د ایران پولیسو پر هغه موټر ډزې وکړې چې افغان وګړي په کې سپاره وو

تر ډزو وروسته موټر اور واخیست او بیا د سړک د غاړې له کټارې سره ټکر شو او په دې پېښه کې ۳ افغانان ووژل شول او ۸۵ نور ټپیان شول

په ایران کې افغانستان سفیر هم منلې چې ایراني پولیسو ټپیان په روغتون کې زولانه کړي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.