The news is by your side.

د اطلاعاتو او کلتور ایران پلوه وزیر لويي څارناولي ته معریفي شو

خبریال وېبپاڼه د اشرف غني‌ له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ټاکل شوی ایران پلوه وزیر طاهر ظهیر لوی څارنوالي ته وروپېژندل شو.‌

خبریال وېبپاڼې د طاهر ظهیر د غلا غدیو؛ ایران دوستۍ ؛ ناقانونه کیندنو؛ د تاریخي اثارو د پلور (۲۰) مورده اسناد خپاره کړل .

نن د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند وزیر طاهر زهیر نه ‌یې د هغه د قضیې اړوند څېړنې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې له‌خوا د طاهر زهیر په نوم، په جرمي بڼه جوړه شوې دوسیه کې ۱۰ مواردو ته اشاره شوې چې نوموړی یې په کې تورن پېژندلی دی.

د بامیان ښار ماسټر پلان څخه ناوړه ګټنه، د ځمکې غصب، د تاریخي اثارو قاچاق او غیر قانوني کېندنه، د اتباعو ترمنځ د مشارکت اصل ته پام نه کول او د پارلمان او لویې څارنوالۍ له احکامو څخه سرغړونه د دې مواردو مهم ټکي دي.

د افغانستان ولسي جرګې له لویې څارنوالۍ څخه غواړي چې دا قضیه په سم ډول وڅېړي.

د ولسي جرګې دویم منشي حجت الله خردمند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی طاهر زهیر او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال د کورني امنیت کمېسیون ته ور بللي وو، خو حاضر شوي نه دي.

طاهر ظهیر چې له بره ذکر شویو ستونزو سره سره د ایران یو نېژدې پلوی او د سپاه پاسداران سره په نېژدې اړیکو تورن دی ؛ اشرف غني دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ورته سپارلې ده .

دا اطلاعاتو او کلتور وزارت چې په افغانستان کې یو له انتهايي مهمو وزارتونو ګڼل کېږي داسي چاته سپارل چې د ایران سره د اړیکو ښکاره اسناد یې رسنیز شوي وي د اشرف غني پر مدیریت د(؟) نښه پیدا کوي .

ولسمشر غني‌ که څه هم په لمړۍ دوره حکومت کې په دې تورن وو چې له بهره راوستل شوي کسان یې په دندو ګومارلي دي  او د هیواد ټولي‌چارې یې داسي‌کسانو ته سپارلې چې د خلکو په وینا له هیواد سره هیڅ مینه نه لري ؛‌ خو اوس په دوهمه دوره حکومت کې دا چاره تر پخوا زیاته ټکنۍ شوې ده .

د اشرق غني (۵۰) فیصده حکومت چې (۲۰) فیصده یې د امرالله صالح (۱۰) فیصده د دوهم مرستیال (۱۰) فیصده غضنفر ؛ حنیف اتمر او عطانور ته ورکړی او (۱۰) فیصده خپله اشرف غني ته پاتې دی ، په خپله (۱۰) فیصدي کې ښاغلي‌غني داسي کسان ټاکلي‌ دي‌چې یوه بیلګه یې د ایران پلوه داطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر ظهیر دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.