The news is by your side.

اسپانیا نن په آزمایښتي ډول بهرني مسافر هېواد ته پرېږدي

خبریال وېب پاڼه/اسپانیا پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل چې د روانې جون میاشتې په ۲۱ مه نېته به د ګاونډیوهېوادونوپر وړاندې خپلې پولې پرانیزي، خو نن د جون ۱۵ مه نېټه به په آزمایښتي ډول یو شمېر مسافر خپل هېواد ته پرېږدي.

اسپانیا وروسته له هغه چې یو شمېر اروپایي هېوادونو د ګاونډیانو پر وړاندې خپل سرحدونه پرانیستل، دوی هم هڅه کوي چې د روانې جون میاشتې په ۲۱ مه نېټه خپلې پولې خلاصې کړي خو تر هغې وړاندې یې نن دوشنبې خپل هېواد ته په آزمایښتي ډول یو شمېر مسافرو ته د ورتګ اجازه ورکړه.

د دغې مسافرو له معاینې وروسته به د دغه هېواد روغتیایي چارواکي حکومت ته راپور ورکوي چې په کوم دول د خپل هېواد پولې خلاصې کړي تر څو هېواد ته یې یو ځل بیا د کرونا وبا دویمه څپه ور نه شي.

اسپانیا د ټولې نړۍ په کچه د کرونا وبا له کبله شپږم ډېر اغېزمن شوی هېواد دی چې تر دې مهاله یې د کرونا وبا له امله شاوخوا ۲۷ زره وګړو ژوند له لاسه ورکړی دی او څه د پاسه ۲۹۰ زره کسان یې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

پرون یکشنبې د اسپانیا لومړي وزیر په خپله وینا کې وویل چې اوس په اسپانیا کې د کرونا وبا مثبتې پېښې او مړینې په تدریجي ډول د کمېدو په حال کې دي، نو زموږ هڅه دا ده چې له څه د پاسه دری میاشتني ګرځبندیز وروسته د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې خپل سرحدونه خلاص کړو.

د کرونا وبا له ایران څخه وروسته په ایتالیا او اسپانیا باندې تر ټولو سختې ورځې راوستلې چې د مارچ میاشت د دغو هېوادونو لپاره د دوی په معاصر تاریخ کې د وبا له امله تر ټولو خونړۍ او ځوروونکې میاشت وه.

شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې په اسپانیا کې د کرونا وبا له امله له دری میاشتني ځنډ وروسته په یوه شپه او ورځ کې یوه مړینه هم ثبت شوې نه وه.

اسپانیا د کرونا د مهار کولو لپاره په خپلو وګړو باندې تر ټولو سخت شرایط وضع کړي وو چې له همدې امله وتوانېدل کرونا په خپل هېواد کې قابو کړي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو ۱۵ ورځو را په دې خوا په اسپانیا کې د کرونا له امله د مړینې ګراف په تدریجي ډول د درېدو په حال کې دی او هماغه د جون په لومړۍ نېټه چې ۲۷ زره کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي وو، اوس هم تر ۲۷ زرو اوښتي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.