The news is by your side.

د سولې خوشبینۍ او د یوې نا اعلان شوې جګړې وېره

خبریال وېب پاڼه/له کوچني اختر را په دې خوا د بین الافغاني خبرو د پیلېدو او تلپاتې سولې ته د رسېدو تر څنګ د یوې بلې نا اعلان شوې خو خطرناکې جګړې احساس هم کېږي.

روانو حالاتو ته په کتو ښایي سخته وي چې ومنو موږ یو ښه لوري ته روان یو. په ظاهره د سولې روانې خبرې که څه هم ځینې خلا ګانې لري، خو یوه هیله بښونکي لوري ته روانې دي. په ورته وخت کې له کوچني اختر وړاندې او وروسته په هېواد کې د جګړې د تکتیک چټک بدلونونه د یوې بلې نا اعلان شوې جګړې بوی هم له ځان سره لري.

طالبانو د تېر ژمي په وروستۍ میاشت یعنې له نن څخه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړ. په دغه هوکړه لیک کې چې څلور مادې یې لرلې، طالبان د یوې سوله والې ډلې په توګه پېژندل شوي وو او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په کې د حکومت او طالبانو په ګډه د ۶ زره بندیانو د تبادلې شرط اېښودل شوی ؤ. په دې کې ۵۰۰۰ د طالبانو او پاتې ۱۰۰۰ کسان د حکومت بندیان وو.

په تړون کې راغلي وو چې د طالبانو پر وړاندې به امریکایي ځواکونه بریدونه نه کوي او طالبان به هم امریکایي بنسټونه نه په نښه کوي. تر څنګ یې ویل شوي وو چې له افغان حکومت سره به هم اور کم ته دوام ورکوي خو دغې وسله والې ډلې خپل بریدونه په کم سارې توګه یات کړل او دې چارې په کور د ننه او بهر توند غبرګونونه له ځان سره لرل. وسله والو طالبانو د کرونا وبا په راتګ سره هم خپل تهاجمي بریدونه و نه درول، سره له دې چې حکومت او نړیوالو شریکانو هم په ځلونو د اوربند غوښتنه ورڅخه وکړه.

په اختر کې له دری ورځني اوربند څخه وروسته په ظاهره داسې ویل کېدل چې طالبان به تر بین الافغاني مذاکراتو پورې خپل نا اعلان شوي اوربند ته دوام ورکوي خو په څو ورځو کې یې دا ادعا غلطه ثابته کړه او پر افغان امنیتي ځواکونو له بریدونو سربېره یې پر ملکي وګړو، روحاني شخصیتونو، وتل شویو او مدني څېرو باندې یې بریدونه پیل کړل. دوی په ظاهره دا بریدونه هم ردول او غندنه یې کوله خو حکومت ویل چې د هرې پېښې تر شا د طالب او حقاني شبکې کار دی.

وروستۍ څو اونۍ یو ځل بیا د طالبانو لخوا بریدونه زیات شوي دي او په ګڼ شمېر ولایتونو کې یې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هاوړولې ده.

حکومت او سیاسي شنونکي ډېری وخت دا اندېښنه شریکوي چې ګواکې طالبان او په هېواد کې نورې ترهګرې ډلې ژورې اړیکې سره لري او د دوی د بریدونو او تاوتریخوالي چتر یو دی، یوازې نوم بدلوي. ویل کېږي طالبان په خپلو بندیانو کې د هغو طالبانو پر خوشي کولو زیات ټینګار کوي چې یا د مخدره توکو په قاچاق او یا د لویو بریدونو او جنایتونو په پلان کولو کې یې لاس درلود.

د طالبانو دا ډول توند دریځ او افراطي کردار را روانې سولې ته د افغانانو هیلې هم مړاوې کړې دي او ټولو ته یې د پاکستان او نورو هغو مضرو هېوادونو د کلک ملاتړ احساس ورکړی چې غواړي د افغانستان را روان برخلیک په خپله ګټه را وڅرخوي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د جګړې تکتیک هم بدل شوی دی او د پخوا په پرتله یې د یو نوي تکتیک کارونې پر مټ ګڼو روحاني او دیني شخصیتونو ته له مرګ ژوبلې اړونې سربېره په نورو برخو کې هم خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی. د بېلګې په توګه د پلونو الوځول، د سړکونو اړول، په عامه سړکونو د ماینونو خښول او د ملکي وګړو په نښه کول، د قومي مشرانو هدفي وژل او هغه کسان چې د پاکستان ضد دریځ لري، هغوی هم په بېلا بېلو ډولونو وژل کېږي چې د دې تولو مسؤل خپله همدا طالب اورپکي دي.

ډېر به وایي چې څه باید وشي؟

طالبان او نورې ډېری ترهګرې ډلې که څه هم د پاکستان او ځینو نورو شیطان صفته استخباراتي کړیو کلک ملاتړ له ځان سره لري، خو یوه لویه کتله په دوی کې هم شته چې په نسبي توګه د هېواد او افغانانو لپاره ښه نیت لري. دوی باید صحنې ته را وړاندې شي او پرې نه ږدي چې طالبان هم د پاکستان د څارګرې ادارې تر تېغ ځانونه تېر کړي او په را روانه سوله کې هر څه پاکستان ته ورکړي.

دا وطن او دا سپېره خلک هم د جګړې د دواړو لوریو په لارویانو حق لري چې حقونو ته یې مبارزه وشي. طالبان باید ځانونه د پاکستان له اسارت وباسي او د افغانستان لپاره لاسونه سره یو کړي. امریکایان به ووځي، خو په افغانستان کې بل شوی اور چې همدا طالبان، حکومتي ځواکونه او عام ولس یې د سون توکي دي، درول غواړي او دا کار نه پاکستان، نه امریکا او نه هم کوم بل هغه هېواد چې دلته یې دا شل کلنه جګړه روانه کړې ده، را ته کوي.

ښایي سختۍ به وي، خو هر فلم پای او هره کیسه پایله لري. په کار ده چې د افغانستان روانه اوږده جګړه د افغانانو په خیر تمامه شي او یو ځل بیا د پاکستان یا کوم بل ترهګر سالار هېواد د جګړې ډول په غاړه کې وا نه چول شي.

دا وطن او وطنوال ګتل غواړي، که حکومت وي، که ولس یا هم د پاکستان په جګړه ییز میوزیک مست طالب، باید ویې ګټي او روانې بدمرغۍ او ورور وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

لیکنه: تنویر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance