The news is by your side.

د هلمند د بُست تصدۍ بیا فعالیږي

خبریال وېب پاڼه/ افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسې پنبه دانه کري.

یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو.

په افغانستان کې د پنبې ډېرې کارخونې هم شتون درلود، چې په زرګونو کسانو په کې کار کاوه. خو د څو لسیزو ناخوالو او جګړو یاد صنعت هم ټکنۍ کړ.

په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخونې یو وار بیا فعاله شوې خو اوس هم دغه سکټور ډېرې مرستې ته اړتیا لري.

د دغو کارخونو له ډلې یو هم د هلمند د بست تصدۍ ده، چې د بیا فعالېدو لپاره یې بودجه منظوره شوې او ډېر ژر به له هلمندي بزګرانو د پنبې په پېرلو سره خپل کار پیل کړي.

هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و.

د دې ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال د دې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د پنبې کرکېله شوې، چې في هکټار یې ۴.۱ مټریک ټنه پنبې په ورکولو سره له دغو کروندو څخه به ټولټال ۶۵ زره او ۲۳۱ ټنه حاصل تر لاسه شي.

د هلمند مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو نوم درلود د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېدل، خو د بودجې د نشتون له امله نږدې اووه کاله کیږي، چې د بُست تصدۍ فابریګه له بزګرو مالوچ نه پېري او یاده فابریکه فعالیت نه لري، خو اوس یې د بیا فعالېدو لپاره تابیاوې نیول شوي او بودیجه هم ورته منظوره شوې ده.

په هلمند کې د بُست تصدۍ چارواکي وایي، چې د بُست تصدۍ فابریکه د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودجې د نشتون په وجه يې کارونه په ټپه ولاړ وو.

نږدې اووه کاله وړاندې دهلمند بُست فابریکه کې له پنبې مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه تولیدول، چې په بیا فعالېدو سره به یې یاد توکي تولید شي.

له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټی کېدای شي، چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو لپاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.

افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي روانې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.