The news is by your side.

د افغانستان په اوبو مست ایران اوس بادي برښنا هم غواړي

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د اوبو په نشه مست ایران اوس د افغانستان د بادي برېښنا لپاره هم سترګې پټې کړې دي او هڅه کوي چې د افغانستان په بادي برېښنا کې هم شریک شي.

د افغانستان د اوبو په نشه مست ایران هڅه کوي د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د افغانستان له بادي برېښنا څخه هم ځانته برخه ولټوي او د افغانستان په هغه سیمو کې چې د د بادي برېښنا ظرفیت لري، د برېښنا کوټونو د جوړولو چارو ته را دانګي.

په ظاهره ایران وایي چې دوی له افغانستان سره د بادي برېښنا کوټونو په جوړولو کې همکاري کوي او هڅه یې ده چې د افغانستان د برېښنا کمی رفع کړي.

ایران په سیمه کې د افغانستان لپاره تر پاکستان وروسته دویم هغه هېواد دی چې کورنی امنیت ورڅخه اغېزمن شوی دی او په ډېری برخو کې د ورانۍ دریځ مخته وړي. له کلونو را هیسې د هرات سلما بند د ورانولو لپاره هم هلې ځلې کوي، تر څو وکولی شي د تم شویو اوبو لوری خپل هېواد ته ور واړوي.

په دې وروستیو کې یې د افغان مهاجرو ځپلو ته هم را دانګلي دي او په تېره څه د پاسه یوه میاشت کې یې لسګونه افغان مهاجر شکنجه او په شهادت رسولي دي. وروستۍ پېښه یې په یزد کې د افغان مهاجرو موټر ته اور ورته کول او د دریو افغانانو شهید کېدل وو.

اوس د همدې وروستیو پېښو د خاموشه کولو لپاره هڅه کوي د بیا رغونې په چارو د افغانانو غوسه قابو کړي. ایران وایي افغانستان له باد د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري له همدې امله غواړي له دغه هېواد سره ګډ بادي میدانونه جوړ کړي.

د ایران د نوې کېدونکې انرژۍ مسوولینو ویلي یوه څېړنه ښيي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه د نړۍ تر ټولو مهمې بادي سیمې لري چې د برېښنا او نوې کېدونکې انرژۍ د تولید لپاره مناسبې بلل شوې دي. ایران وایي له افغانستان سره یې په ګډه کار پيل کړی دی، بادي میدانونه یې مشخص کړي دي او په ګډه به په هغه کې د برېښنا د تولید تاسیسات جوړوي.

نړیوالو څېړنو ښودلې چې دغه سیمه د پنځلس زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې یوازې پنځه زره یې ایران تولیدولی شي او پاتې ډېره برخه یې په افغانستان کې توليدېږي. ایران وایي افغانستان د برېښنا له کمښت سره مخ دی نو د بادي برېښنا د تولید ګډه پروژه به دغه اړتیا رفع کړي.

ایران هڅه کوي له افغان چارواکو سره په همدې تړاو خبرو ته سرعت ورکړي او په دې سره په یوه تیر دوه نښې وولي، چې یوه یې د را پارېدلو افغانانو غوسه قابو کول او دویمه یې د برېښنا ترلاسه کول دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په امریکا او اروپا کې هم ګڼ شمېر افغانانو د ایران ضد لاریونونه پیل کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.