The news is by your side.

د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل او د حکومت اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/تمه ده په را روانو دوو اونیو کې د وسله والو طالبانو، حکومت او سیاسي احزابو تر منځ د سولې مذاکرات پیل شي خو تر هغې وړاندې د جګړې ښکېل لوري او افغانان ځینې اندېښنې لري.

په دې وروستیو کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پام وړ پرمختګونه شوي دي او تمه ده چې په را روانو دوو اونیو کې د دواړو لوریو تر منځ د سوالې خبرې پیل شي.

خو په ورته ته وخت کې حکومت او عام خلک د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا ورانکاره پېښو ته په کتو اندېښنې لري او وایي چې دا د سولې لپاره د طالبانو په دریځ کې د شک ښکارندویي کوي.

ارګ او یو شمېر سیاسیون وایي، سره له دې چې حکومت له اختر را په دې خوا اوربند او اورکم ته له ژمنتیا سربېره د وسله والو طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په چارو باندې لګیا دی، دغې وسله والې ډلې یوازې تېره اونۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۲۲۲ بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۵۰ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت شورا په بیان کې راغلي وو چې په همدې یوه اونۍ کې وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې ۶۱ واړه او لوی پلونه د بمونو په واسطه الوځولي او ۱۶ سړکونه یې هم اړولي دي. دغه ترهګره ډله ډېری وخت پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پر مهال سړکونه او پولچکونه په بمونو الوځوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د کابل کندهار په لویه لار هم څو ځایه سړک په بمونو اړولی ؤ. په سیمه کې د خبریال همکار وایي چې طالبانو له میدان ښار هخوا په دراني سیمه کې دوه ځایه عمومي سړک په بمونو الوځولی دی چې له امله یې د موټرو تګ راتګ هم له خطر سره مخ کړی دی. وسله وال طالبانو د حکومت د دغې ادعا پر وړاندې څه ویلي نه دي.

تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کره ځای هم په ډاګه شی نه دی خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي چې له طالبانو سره به د حکومت لومړنۍ لیدنه په قطر کې وشي. تر دې وړاندې ځینو رسنیو ویلي وو چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره د ولسمشر غني د هوکړې له مخې به بین الافغاني مذاکرات هم په دوحه کې کېږي.

د معلوماتو له مخې اوس مهال د حکومت لخوا د مذاکراتي پلاوي د کرونا معاینات روان دي. ځینو سرچینو ویلي وو چې څلور کسان وار له مخې په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. د دغه پلاوي مشري د امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.