د غوري سیمنټو تولید له ۱۲۰ څخه ۸۰۰ ټنو ته لوړ شوی

خبریال وېب پاڼه/د ملي انکشاف شرکت د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې د غوري سیمنټو د فابریکې تولیدات په کم سارې توګه لوړ شوي دي.

ملي انکشاف شرکت وایي چې د غور د سیمنټو د فابریکې تولیدات د پخوا په پرتله په مراتبو لوړ شوي دي او اوس هره ورځ ورڅخه شاوخوا ۸۰۰ ټنه سیمنټ تولیدېږي، چې دا کچه مخکې ۱۲۰ ټنه وه.

په دې وروستیو کې په ملي کچه تولیداتي فابریکو ته پاملرنه زیاته شوې ده او د شنونکو په اند که د اړوندو ادارو لپاره ورته وړ کسان وګمارل شي، په ډېره کمه موده کې به افغانستان د کورنیو تولیداتو څخه لویې ګتې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چژ په دې وروستیو کې کرونا وبا له نړۍ سربېره افغانستان هم سخت ځپلی دی او د خلکو اقتصاد یې په ځوړ روان کړی دی. د کابل والي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې کابل کې د کرونا وبا مثبتې پېښې تر هغو څو برابره لوړې دي، چې د عامې روغتیا وزارت لخوا پهه رسمي توګه اعلان شوې دي. دوی پر خلکو غږ وکړ چې روغتیایي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې کرونا یې ژوند وګواښي.

د ملي انکشاف شرکت وایي په دغه فابریکه کې تر اوږدو اصلاحاتو او پرمختګونو وروسته دوی بریالي شول چې د سیمنټو د تولید کچه په ورځ کې له ۱۲۰ ټنه څخه ۸۰۰ ټنه ته لوړه کړي.

د سرچینه په وینا دغه فلج شوې فابریکه بېرته فعاله شوې ده او دغه راز د تولید کیفیت یې هم لوړ شوی دی. ملي انکشاف شرکت زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د لا پرمختګونو او اصلاحاتو پر مټ د دغه فابریکې تولیدات نور هم ډېر کړي څو وکړی شي د هېواد پنځوس سلنه اړتیاوې پوره کړي.

دغه فابریکه په پلخمري ښار کې ده، چې شاوخوا شپږ لسیزې وړاندې د افغان حکومت په پانګونه جوړه شوه. په لومړنیو پړاوونو کې یې په کلنۍ توګه ۱۵۰ زره ټنه سیمنټ تولیدول چې په کور د ننه یې ټولې اړتیاوې پوره کولی شوای.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More