د ایران پلوي‌وزیر طاهر ظهیر د غلا اسناد دلته وګورئ !

خبریال وېب پاڼې ته ډېر داسي‌مهم شواهد په لاس ورغلي‌ دي چې ایران ته د تاریخي‌عابداتو د ورکړيسره سره د اطلاعاتو او کلتور اوسنی وزیر طاهر طهیر د ایران انتهايي نېژدې همکار ثابتوي .

دا شواهد چې خبریال وېبپاڼې ته سپارل شوي‌ موږ یې (۱۸) مورده له تاسو سره شریکوو؛ خو که اړتیا پیدا شوه ځینيمهم غږونه او نور اسناد به هم شریک کړو.

فغانستان د کلتور وزیر داسي یو کس و ټاکل سو چي د افغانستان لمړۍ رسمي او یواځینۍ ژبه پښتو یې نه ده زده. نیژاد یې هزاره دی پروا نه کوي ، مهم نه دی. مګر داسي هزاره دی چي په بامیان کي یې د ایران د استخباراتو جاسوسان او د ایران اوسنی تر ټولو زورور پوځي د سپاه پاسداران قومندان اسماعیل قاني مېلمانه کړي ول او رسنیو ته یې عکسونه را ووتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په افغانستان کي د (دفاع وزارت) څخه هم مهم دی. دا وزارت د هیواد د جوړښت د فلسفې دښمن او د ایران یو خاص جاسوس طاهر ظهیر ته سپارل داسي مانا لري لکه د مخدره موادو لوی قاچاقبر د کابل د مخدره موادو سره د مبارزي د ریاست ریس وو. هغه یو کوچنی ریس وو يواځي د پیسو پسي ګرځېدی. خو د اطلاعاتو او کلتور وزیر (په لاسي لاس) داسي یو سړی ټاکل چي هغه د ټول افغانستان د کلتور د فلسفې ضد وي دا د وطن بېخ ور ایستل دي.

که څه هم تر دم ګړیه خو هم دا ایران پلوی دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر دی ؛ خو په لویه کې د غه وزیر خلاف اوس پراخ شواهد تر لاسه شوي ‌دي‌.

دافغانستان خلکو او د خلکو استازو ته په کار دي‌چې خپل هیواد وژغوري‌او د اطلاعاتو او کلتور ایرانی پلوی وزیر له بریا راوګرځوي .

‌ډېری په دې باور دي چې اشرف غني‌اوس په ولس کې خپل محبوبیت بایللی او دا علتدی چې غواړي‌ د ګاونډیو په جاسوسانو ځان وساتي ؛خو پارلمان په کار دی چې دا هڅه شنډه کړي .‌ 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More