The news is by your side.

د پکتیکا په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزیو حاصلات زیاتیږي

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دې ولایت د جلغوزیو د ونو حاصلات او غوټې ته په کتو به سږکال د دې ولایت د جلغوزیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د پکتیکا د کرنې ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کړي او د دې ولایت په پنځو ولسوالیو ګیان، زېړوک، سروبي، سروضه او اورګون کې د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په پار کورني قوریې جوړې کړي دي او یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په تېرو شپږو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په دې ولسوالۍ کې د جلغوزیو ونې په پراخه کچه غوټې نیولي دي.

د دې ولسوالۍ د جلغوزیو سږنۍ حاصلات به د نور کلونو په پرته د پام وړ ډېر شي.

پکتیکا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

د افغانستان جلغوزې چې تر دې وړاندې پاکستان ته صادرېدلې او له پاکستان نه نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم صادرېدلې، له نېکه مرغه اوس د افغانستان نه چین ته په خورا لوړه بیه د افغانستان په نوم د هوایي دهلېزونو له لارې صادریږي.

په افغانستان کې د جلغوزیو د اهمیت له کبله چې د افغانستان یو مهم صادراتي توکی دی د جلغوزیو ملي ورځ هم لمانځل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.