نورستان کې به د برېښنا اته بندونه جوړ شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د برېښنا شرکت په نورستان کې د برېښنا ۸ برېښنا کوټونه جوړوي، چې د ځايي خلکو ستونزې به ورسره حل شي.

د برېښنا شرکت عمومي رئیس داوود نورزی وايي له پلان سره سم به د نورو ولایتونو په څېر د نورستان د برېښنا شبکو د پراختیا او بنسټیزې تولیدي برېښنا چارې هم پیل شي.

د نورزي په خبره په نورستان کې د نویو جوړېدونکو بندونو لومړني کارونه بشپړ شوي او په پام کې ده چې د سروې او ډیزاین چارې يې په راتلونکي کې پیل شي.

نورستان د برېښنا د تولید لپاره مناسب ځایونه او پراخه اوبه لري؛ خو د نه پاملرنې له امله تر اوسه په دغه ولایت کې د اوبو د مهارولو او د برېښنا د تولید لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

له تېرو ۱۹کلونو راهیسې افغان حکومت ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا کړې ده او کورنیو سرچینو ته یې هېڅ پام نه دی کړی، چې له امله یې ډېری وخت د برېښنا ستنې د طالبانو لخوا الوځول کېږي او له امله یې په میاشتو، میاشتو د ګڼو ولایتونو برېښنا پرې شوي و.
ي
د یادولو وړ ده، چې د نورستان نوي جوړېدونکي د بریښنا ۸ بندونه به هر یو حد اقل د ۱ مېګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

په ورته وخت د برېښنا شرکت وایي، امنیتي بنسټونه د برېښنا د مزو او ستنو امنیت او خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

د برېښنا شرکت رییس داوود نورزی وایي، د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ له مشر جنرال خوشال سادات نه یې غوښتي دي چې د برېښنا د مزو او ستنو خوندیتوب ته پام وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum