The news is by your side.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د وضاحت غوښتنه

خبریال وېب پاڼه/ انګوس کینګ وايي د امریکا استخباراتو مرکزي اداره باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

د امریکا سنا جرګه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا سیا ځواب غواړي.

انګوس کینګ امریکايي غښتلی سناتور د امریکايي رسنۍ فورین پالیسي سره په خبرو کې د سیا له مشر څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بېړنۍ وتنې په اړه وضاحت ورکړي.

دا امریکايي سناتور وايي، داسې نه ښکاري چې طالبان له داعش سره همدردي لري بلکې دا ډله د القاعده ډلې سره ډېرې نږدې اړیکې لري او حقاني شبکه هم د طالبانو یوه برخه ده.

د ده په خبره د فبروري په میاشت کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو شونې وه چې شرایطو پورې ووسي خو اوس ښکاري چې دولت د دې موضوع په لټه کې نه دی.

دی خبرداری ورکوي چې افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو وخت د افغانستان امنیتي وضعیت او سیمې او امریکا لپاره ګواښوونکی حالت دی.

په ورته وخت ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکایي ځواکونه د نورو هېوادونو د کلتوري ستونزو د حل کېدو دنده پر غاړه نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عراق او افغانستان نه د خپلو ځواکونو د وتلو په هڅو کې ویلي، چې هېواد یې د بې پایلې جګړې پای ته رسېدو په لټه کې دی.

د امریکا سي بي اېس شبکې لیکلي، چې ټرمپ د امریکا پوځي اکاډمۍ نه د زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، دولت یې اوس مهال په هېوادونو کې د پوځي حضور پای ته رسېدو په لټه کې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.