د ایران پلويوزیر طاهر ظهیر د غلا اسناد دلته وګورئ !
خبریال وېب پاڼې ته ډېر داسيمهم شواهد په لاس ورغلي دي چې ایران ته د تاریخيعابداتو د ورکړي سره سره د اطلاعاتو او کلتور اوسنی وزیر طاهر طهیر د ایران انتهايي نېژدې همکار ثابتوي .
دا شواهد چې خبریال وېبپاڼې ته سپارل شوي موږ یې (۱۸) مورده له تاسو سره شریکوو؛ خو که اړتیا پیدا شوه ځیني مهم غږونه او نور اسناد به هم شریک کړو.
فغانستان د کلتور وزیر داسي یو کس و ټاکل سو چي د افغانستان لمړۍ رسمي او یواځینۍ ژبه پښتو یې نه ده زده. نیژاد یې هزاره دی پروا نه کوي ، مهم نه دی. مګر داسي هزاره دی چي په بامیان کي یې د ایران د استخباراتو جاسوسان او د ایران اوسنی تر ټولو زورور پوځي د سپاه پاسداران قومندان اسماعیل قاني مېلمانه کړي ول او رسنیو ته یې عکسونه را ووتل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په افغانستان کي د (دفاع وزارت) څخه هم مهم دی. دا وزارت د هیواد د جوړښت د فلسفې دښمن او د ایران یو خاص جاسوس طاهر ظهیر ته سپارل داسي مانا لري لکه د مخدره موادو لوی قاچاقبر د کابل د مخدره موادو سره د مبارزي د ریاست ریس وو. هغه یو کوچنی ریس وو يواځي د پیسو پسي ګرځېدی. خو د اطلاعاتو او کلتور وزیر (په لاسي لاس) داسي یو سړی ټاکل چي هغه د ټول افغانستان د کلتور د فلسفې ضد وي دا د وطن بېخ ور ایستل دي.
که څه هم تر دم ګړیه خو هم دا ایران پلوی دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر دی ؛ خو په لویه کې د غه وزیر خلاف اوس پراخ شواهد تر لاسه شوي دي.
دافغانستان خلکو او د خلکو استازو ته په کار ديچې خپل هیواد وژغورياو د اطلاعاتو او کلتور ایرانی پلوی وزیر له بریا راوګرځوي .
ډېری په دې باور دي چې اشرف غنياوس په ولس کې خپل محبوبیت بایللی او دا علتدی چې غواړي د ګاونډیو په جاسوسانو ځان وساتي ؛خو پارلمان په کار دی چې دا هڅه شنډه کړي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.