The news is by your side.

ژورخفګان نه د خلاصون لارې چارې

خبریال وېب پاڼه / ژورخفګان یا ډپرېشن چې نن ورځ یې په ټوله نړۍ کې خپلې ريښې غځولي او اکثریت ځوان قِشر ترې رنځ وړي، په وروستیو کې یې د ځان وژنې قضیې ډېرې شوي لکه: په المان هېواد کې تقریباً څلور میلیونه وګړي په ډپریشن ناروغۍ باندې اخته دي، چې هر اووم شخص یې د یادې ناروغۍ له وجهې ځان وژنه کوي.

د یوه آمریکایي کېسه ده، چې نوموړی په ژورخفګان اخته ؤ ان تر دې حده رسېدلی ؤ چې ویل به یې: زه تر اوسه ولې ژوندی یم؟ ولې په نړۍ کې ژوند کوم؟ زه خو ددې ټولنې یو بابېزه فرد یم نو ولې ژوند وکړم؟

بالاخره نوموړی د خپلې سیمې لوی پُل ته د تللو اراده کوي چې دی به نور په دې نړۍ کې ژوند نه کوي. ناروغ کېسه کوي چې کله مې تصمیم ونیو نو د بس تم ځای ته ورغلم تر څو هغه پُل ته ځان ورسوم چې د ځان غورځولو لپاره مې انتخاب کړی ؤ.

ژړل مې ځکه چې ځان وژنه سخت کار ؤ، خو بیا هم راته مرګ یو ډول له سکونه ډک معلومېدۀ. کله چې بس ته ختم نو ژړل مې، تر څو بس چلونکی مې وپوښتي، ستونزه ورسره شریکه کړم او زۀ تر ممکنه حده له مرګه په یوه بهانه بچ شم خو ډرایور د تصور خلاف رابرګ شو چې ژر بس ته پورته شه چې حرکت کوو. خیر بس کې کېناستم او ژړا مې لا پسې اوږدېده.

هیله مند وم چې یو څوک به حتمن راڅخه د ژړا علت وپوښتي او زه به ورڅخه د خلاصون کومه لار وموم. دوه کسان راته مخامخ کېناستل،زړۀ کې یوه هیله راپیدا شوه،که چېرته دوی وپوښتلم نو مشکلات به ورته ووایم خو هغوی هم هیس عکس العمل ونه ښود او بالاخره د ښکته کېدو ځای را ورسېد.

له موټره همغسې سرې سترګې ښکته شوم. لوړ پُل ته وختم او په سرک یې څو ځله تېر راتېر شوم چې کوم څوک به مې د ژړا علت وپوښتي، ښکته پورته لاړم خو همغسې هرچا خپل کار سره کار درلودۀ.

بله لاره نه وه راپاتې، مجبور شوم چې ځان وغورځوم،ځکه ځان راته نور هم یو اضافه شخص په دې نړۍ کې ښکاره شو. له پُله مې ځان لاندې ګوزار کړ.

په اوبو کې ولګېدم، بس مرګ ؤ، هسې هم ما غوښتۀ. د ژغورلو کومه هڅه مې ونه کړه. بس لږه شېبه وروسته له ځانه نه وم خبر چې څه راباندې وشول، مړ شوی یم او که لاهم ژوندی پاتې یم، خو چې یو وخت ګورم، ګېرچاپېر راڅخه ډاکټران ولاړ دي.

کله چې له روغتون رخصت شوم او ټول د بدن غړي مې هم فلج ؤ خو ژمنه مې وکړه چې پر دغه ناروغۍ اخته ناروغ حتمن د مرګ پر وخت ضرورت لري چې باید څوک یې وپوښتي او حل لارې ومومي.

کېسه کې واضح شوه چې پر ژورخفګان اخته ناروغ باید وپوښتل شي، ځکه چې هغه یو کس ته ضرورت لري چې د زړۀ درد او خبرې ورته وکړي، تر څو حل لارې ومومي او له دغه سخت حالت ځان وژغوري.

 

هغه کومې لارې دي چې د ډپرېشن ناروغان له دغه مرض ژغورلی شي، په لاندې ډول یې یادونه کوو.

 ۱  که د عصبي ناروغیو له وجهې درته ژورخفګان پیدا شوی وي، مربوطه ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ځکه دغه نوعه ډپرېشن د درملنې له لارې کنټرولېدلی شي.

۲  که پوهېدئ چې د کورنیو تحدیدونو له وجهې درته ژورخفګان پیدا شوی، د کورنۍ له هغو غړو سره خپله ستونزه شریکه کړئ چې تاسو ورته ارزښت ورکوئ.

۳:ـ  منظم ورزش پیل کړئ

۴  تفریح ځایونو ته ولاړ شئ

۵ مطالعه باندې ځانونه بوخت کړئ. کوښښ وکړئ چې هغه کتابونه او مسائل مطالعه کړئ چې تاسې یې لېوالتیا لرئ.

۶  ماضي هېره کړئ : د اکثریت دغه ډول ناروغانو د ناروغۍ دوامداره کېدل د دوی ماضي فکرونه دي چې روحاً یې زوروي. دوی جسماً په حال کې دي خو فکرونه د ماضي کوي.

۷  ټیکنالوژۍ څخه استفاده وکړئ لکه تلویزون کې تفریحي برنامې وګورئ. موبایل کې ګیم وکړئ او داسې نور…

۸ که چېرته د ټیکنالوژۍ وسایلو ذهناً ستړي کړي یاست، ترې فاصله واخلئ او یا یې محدود کړئ.

۹  منظم خوراک وکړئ، تر څو مو بدن انرژي پوره کړي.

۱۰  له دغه پورتنیو یادو شویو لارو څخه تر ټولو غوره لار د لمانځه او قران کریم تلاوت ته مخه کول دي. په دې عبادتونو کې نهایتاً د زړۀ او ذهن سکون نغښتی دی چې په سمه طریقه اداکولو سره به یې تاسې روحاً ارامښت ومومئ.

۱۱  له نفسي تمایلاتو څخه ځانونه ژغورل او پرېښودل: پر ژورخفګان اخته ځیني ناروغان د جنسي اړیکو له وجهې ذهني ارامښت له لاسه ورکوي. دغه ستونزه په ځوانه طبقه کې د ډېرښت په حال کې ده او د نه پوره کېدو په صورت کې دوی پر روحي ناروغیو اخته کېږي.

۱۲:ـ د سوشل میډیا د استعمال کمښت

څرنګه چې ننۍ نړۍ یوه کلي ته ورته شکل پیدا کړی نو ډېری وګړي یې په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام …. ډېر وخت مصرفوي چې دغه له حده زیات استعمال انسان په روحي یا ژور خفګان اخته کوي.

۱۳  له هغه درده یا ستونزې چې تاسې رنځ وړئ، په زړۀ کې یې مۀ ساتئ، بلکې خپل د ژوند نېږدې ملګرو سره یې شریک کړئ، تر څو هغوی یې د حل کولو په برخه کې درسره لازمې مشورې او مرستې وکړي.

هیله ده چې دغه کارونه سر له اوسه عملي کړئ، ان شاء الله ج مهربان ذات دی چې حتمن به مثبته نتیجه وګورئ.

لیکنه او څېړنه: عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.