The news is by your side.

په امنیتي بنسټونو کې د مېرمنو شتون ۱۶ سلنه زیاتوالی موندلی دی

خبریال وېب پاڼه/ سیګار وايي په امنیتي بنسټونو کې د مېرمنو شتون شپاړلس سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی مفتش یا سیګار وايي، د افغان ملي اردو او پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور شپاړلس سلنه زیات شوی دی.

د سیګار د راپور په اساس د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر شپږو پورې د څلور سوه دري دېرش ملکي کارکوونکو په ګډون پنځوس زره دوه سوه اویا ښځې د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې کار کوی.

د سیګار په راپور کې راغلي دي چې نسبت تېرو درې میاشتو ته شپاړلس سلنه زیاتوالی راغلی، درې زره پنځه سوه پنځه دېرش تنه مېرمنې په کورنیو چارو او یو زره او اوه سوه تنه مېرمنې په دفاع وزارت کې دنده لري.

په دغه راپور کې د خپرو شویو شمېرو له مخې پر دې سر بېره اوس مهال ۲۹ افغان ښځينه کار کوونکو د ملي اردو په اکاډمۍ او ۱۵ تنو نورو د طبي پوهنتون په پوځي برخه کې نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش سیګار په خپل راپور کې د افغانستان د ځانګړو پولیسو قوماندانۍ په حواله په امنیتي او دفاعي لیکوکې د جنسیتي چارو د ښه والي خبر هم ورکړی دی.

اوس مهال د افغانستان په ډېرو مهمو امنیتي او دفاعي بنسټونو او بستونو کې مېرمنې تر سترګو کیږي، خو لا هم مېرمنې د نورو له خوا له نیوکو سره مخ دي.

د افغانستان په څېر په دودیزه او سنتي ټولنه کې د ښځو بهر کار کول خورا ګران دي، په ځانګړې توګه په امنیتي بستونو کې د مېرمنو کار د ټولنې له خوا له ننګونو سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.