The news is by your side.

حکومت ۶۸ په فساد تورن چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړل

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې عامو افغانانو له نړیوال بانک څخه د قرضې اخیستلو پر وړاندې غږ اوچت کړ، حکومت د مالیې وزارت د دریو معینانو سپه ګډون ۶۸ په فساد تورن کسان ممنوع الخروج اعلان کړل.

وروسته له هغه چې عام ولس له نړیوال بانک څخه د ملت لپاره د کرونا پر وړاندې د مبارزې په نوم د قرضې اخیستلو پر وړاندې غږ اوچت کړ، ولسمشر غني د یو تازه فرمان له مخې د مالیې وزارت د دریو معینانو په ګډون شاوخوا ۶۸ په فساد تورن کسان ممنوع الخروج اعلان کړل.

هغه دری صفحه یي فرمان چې له رسنیو سره شریک شوی دی، په کې راغلي دي چې یاد شوي تورن کسان یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

په دې وروستیو کې پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي چې په اداري تشکیلاتو کې فساد اوج ته رسېدلی دی او حکومت ورباندې چوپ دی.

تر دې وړاندې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه شاوخوا ۹۳ سلنه یې ولایتي مسؤلینو غلا کړې وه چې دې کار د ټوو افغانانو توند غبرګونونه را وپارول او له تېرو دوو ورځو یې د (زما لپاره د کرونا په نوم له IMF څخه قرضه مه اخلئ) تر سرلیک او هشتګ لاندې په ټولنیزو رسنیو کې له حکومت څخه د پیسو د پور نه اخیستلو غوښتنې کوي.

په خپور شوي فرمان کې له ساجد تقوي چې د وزارت رییس دفتر دی، سربېره د دغه وزارت دری معینان هر یو محمد اسماعیل (اداري معین)، حبیب ځدران (مالي معین)، عیسی قدرت (د ګمرکاتو د عوایدو معین) هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په نړیواله کچه یو په فساد ککړو هېوادونو له ډلې څخه دی چې هر کال د نړیوالې ټولنې او مرستندویه هېوادونو لخوا پرې د فساد نه له منځه وړلو لپاره فشار واردیږي خو په بیا بیا هم دغه چاره کې حکومتي مشران پاتې راغلي دي.

یو شمېر د نظر خاوندان او منتقدین په دې نظر دي چې حکومت په ټولو چارو کې خلک په ضوابطو او سیاسي اړیکو ګماري او هېڅکله په اهل کار پسې نه ګرځي.

په فرمان کې راغلي دي چې دغه په فساد تورن کسان یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ په اجازه بهرنیو هېوادونو ته سفر کولی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.