The news is by your side.

د وخت مدیریت

خبریال وېب پاڼه / د وخت مدیریت عبارت له هغه پروسې څخه دی،چې انسان په کې د خپلو ورځینیو چارو د ترسراوي منظم پلان او د مخکې تګ لارې چارې مشخصوي.

د وخت مدیریت یا د وخت څخه سالمه ګټه اخېستل په ژوند کې د هرې ترلاسه کوونکي بریا پولې رالنډوي او ددې زمينه انسان ته برابروي چې د خپل روان ژوند مشخص اهداف او هیلې په منظمو او مناسبو وختونو کې پرته له اندېښنو، کړاونو او فکري کشمکشونو څخه ترلاسه کړي.

وخت کنټرولېږي نه، بلکې ترې سالمه ګټه د ښه مدیریت په سبب اخیستل کېږي لکه مونږ په شپه او ورځ کې ۲۴ ساعتونه له ځانه سره لرو، که چا ترې سالمه ګټه واخیسته، خپل اهداف به ترلاسه کړي او که څوک ترې د سبا کولو په دود غافله شو، دوی به له راتلونکي سردردیو، ناکراریو، ذهني کمزورتیاو او ورته ډېرو ستونزو سره ځکه مخ کېدونکی وي چې د هرې راتلونکې ورځې د کار وخت یې د تېرو پاتې شویو کړنو له وجهې له منطم پلان او مدیریت بې برخې کېږي.

زه دلته د وخت په ارزښت نه غږېږم، ځکه چې کلیشه یي جملې ډېر ځله د یوې موضوع د کم رنګۍ سبب ګرځي او بې خوندي رامنځ ته کوي.

 

اوس څنګه کولای شو چې وخت مدیریت کړو؟

۱ ـ د خپل ژوند د هرې برخې لپاره منظم پلان جوړ کړئ. دغه کار به مو نه یواځې وخت ښه مدیریت کړي، بلکې تاسې به د یوه کار په کولو کې له ګڼو ستونزو سره نه مخامخ کېږئ.

۲ ـ په یو وخت کې دوه کارونه مۀ ترتیبوئ، بلکې وخت ورته په دوو برخو وویشئ. که چېرې تاسې د یوه کار سره دوهم کار په داسې وخت کې ورداخل کړئ چې ټاکل شوی وخت د اولني کار لپاره کافي وي نو دلته به تاسې نه یواځې خپل دواړه کارونه ترسره نه کړئ، بلکې دواړه به له خنډونو سره مخ شي.

۳ ـ کوښښ وکړئ چې په روځ مره ژوند کې هرې برخې ته وخت ورکړئ او په مشخصه موضوع ډېر وخت تېر نه کړئ لکه یواځې مطالعې ته زیات وخت وقف کول چې ګوندې وخت به یې ضایع نه شي. دغه ډول پلان مو د موجوده کار د بې خوندئ سبب ګرځي.

۴ ـ که غواړئ چې وخت مو سم مدیریت شي، تفریحي ځایونو ته د تګ هم مشخص وخت وټاکئ.

۵ ـ د شپې بېستر ته تلو مخکې د سبا ورځې پلان جوړ کړئ.

۶ ـ د وخت غوره مدیریت لپاره خپلې تېرې کړنې سره محاسبه کړئ.

۷ ـ هغه کارونه چې ستاسې د خوښې سبب نه وي، په تقسیم اوقات کې ځای مۀ ورکوئ.

نوټ:ـ  د دې لپاره چې تاسې د یوه بریالي انسان په صفت خپلو هیلو ته په مناسب او ټاکلي وخت ځانونه ورسوئ نو همدا اوس یې پیل کړه او خپل وخت په هغه ډول پلان بندي کړه چې ته یې په همغه ټاکل شوي وخت کې ټاکل شوې موخه ترلاسه کولای شې؛ هېڅ وخت نا وخته نه دی، بلکې لږ همت ته ضرورت لرئ چې په حرکت راشئ.

لیکنه :ـ عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.