The news is by your side.

هلمند د بست تصدۍ نه به ډېر ژر د پختې پېرلو بهير پیل شي

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند والي وايي تر ٧ کاله ځنډ وروسته د بست تصدۍ بيا فعاليت لپاره ۱۵۰ ميليونه افغانۍ منظور شوي او ډېر ژر به د پختې پېرلو بهير پیل شي.

دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين په يوه خبري ناسته کې له رسنيو سره وکړې او ویې ويل، چې د بست تصدۍ فابريکې د بيا فعالولو لپاره ظرفيت او امکانات موجود دي، چې ډېر ژر به يې د پختې پېرلو بهير هم پیل شي.

په دغه خبري ناسته کې د کرنې رئيس زلمي الکو، د ولایت مقام مالي او اداري رئيس زاهد اتل او د بست تصدۍ رئيس انجينر محمد حسين هم ګډون درلود.

هلمند والي له جلالتماب جمهور رئيس څخه مننه وکړه، چې له هلمنديانو سره د کړي تعهد سره سم يې د بست تصدۍ بېرته فعالولو لپاره د لومړي پړاو پختې پېرلو لپاره ۱۵۰ ميليونه افغانۍ منظور او را ولېږلې.

ښاغلي ياسین څرګنده کړه، چې هلمند کې د ماموريت له پیل سره سم يې يو له مهمو ژمنو او کارونو څخه د بست تصدۍ بيا فعالول وو، چې دا دی دې ژمنې او هدف ته ورسېد او وروسته له اووه کلونو به دغه مهمه او بنسټيزه فابريکه د بيا لپاره په پښو و دریږي.

د کرنې رئيس زلمي الکو وویل، له ۷ کلن ځنډ څخه وروسته به دا لومړی ځل وي چې د بست تصدۍ فابریکه به چالانده شي او د هلمندي بزګرو د پختې لپاره به د بازار موندنې زمینه برابره شي.

هغه زياته کړه سږ کال په دې ولایت کې بزګرو په خپلو ځمکو کې شاوخوا ۱۵۹۱۰ هکتاره ځمکه کې پخته کرلې وه چې پر في هکتار یې د ۴.۱ متریک ټنه حاصلاتو په ورکولو سره به ټول ۶۵۲۳۱ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راشي.

د بست تصدۍ فابريکې رئيس انجينر محمد حسن وويل: ياده فابریکه د ۳۰۰۰۰ ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودجې د نشتون په وجه يې کارونه په ټپه ولاړ وو، چې دا دی اوس يې د بيا فعاليت لپاره بودجه منظور او دوی به ډېر ژر د پختې په پېرلو لاس پورې کړي.

هغه زياته کړه، چې اوس په دغه فابريکه کې بشري او مالي ظرفيت پېدا شوی دی او دوی به د پخوا په شان د پختې د پروسس شوې پُنبې څخه مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه توليدوي چې بېلابېلو ولايتونو ته به د پلور لپاره ولېږل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.