The news is by your side.

په چمن کې د پاکستاني ملېشو د ظلم نوی باب!

خبریال وېب پاڼه/ تېره شپه په چمن کې د اېف سي کسانو په بې روزګاره ځوانانو په بې رحمانه ډول برید کړی او ټول یې وهلي ډبولي دي.

د افغان خاورې د چمن او سپین بولدک پر لاره سلګونه کورنۍ ژوند کوي او خپله خواري او مزدوري کوي.

د تېرو څو میاشتو را هیسې د پاکستان حکومت له خوا د ډیورنډ فرضي کرښې د تګ راتګ لارې د تړلو سره د خلکو کاروبارونو او سوداګریو ته زیان اړولی او د دې سیمې سلګونه کورنۍ یې د لوږې له بشري ناورین سره مخ کړي دي.

د دې ظلم په تړاو چې د ایف سي کسانو په چمن کې پښتانه بې روزګاره ځوانان وهلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو سیاسي ګوندونو د اعتراض په ډول د پرلت خېمه وهلې.

په وهل شویو کسانو کې تنکي ځوانان او ماشومان هم شامل دي.

د پرلت ګډون وال وایي، پاکستان زموږ حقونو ته د احترام پر ځای زموږ ځوانان وهي ټکوي او وژني.

دوی وایي د پرلت نه یې شاوخوا دوه اوونۍ تیریږي خو لا یې هم غږ نه دی اورېدل شوی.

دوی نیوکه کوي چې تر اوسه یې روا غوښتنو ته د افغانستان او پاکستان حکومتونو له لوري مثبت غبرګون نه دی ښوولی شوی.

دا اعتراض کوونکي وایي، چې په سیمه او نړۍ کې دا د هر افغان مسؤولیت دی چې د چمن د پرلت ملاتړ وکړي او د دوی په ملاتړ غږ پورته کړي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان هېواد له لوري د څو میاشتو راهیسې سوداګریزې لارې تړل شوي.

له دې سره سره چې سوداګر زیانمن شوي، ورسره جوخت پر دغو لارو پرتې کورنۍ چې عادي کاروبارونه کوي، کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي، چې د مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو، پلویانو او ټولو پښتنو، د سپین بولدک، تور خم او غلام خان بندر د پرانیستو لپاره احتجاجونه پیل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.