The news is by your side.

کرونا په افغانستان کې سوله، اقتصاد او روغتیا سخت ګواښلي

خبریال وېب پاڼه/د ملګرو ملتونو یوې تازه څېړنې ښودلې ده چې په افغاسنتان کې روانې نړیوالې وبا سوله، اقتصاد او روغتیا سخت زیانمن کړي دي او یو بحراني حالت حاکم دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه تازه څېړنه کې راغلي دي چې په افغانستان کې روانې نړیوالې وبا سوله، اقتصاد او روغتیا سخت زیانمن کړي دي او یو بحراني حالت یې حاکم دی.

په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت او ځینو نورو روغتیا پالو بنسټونو هم په افغانستان کې د روغتیا له امله په نړیواله ټولنه باندې غږ کړی دی چې افغانستان له خورا بد روغتیایي کړکېچ سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه مړینې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي او په ټولینزو رسنیو کې هره دویمه او دریمه خپرونه د مړینو اعلانونه او فاتحې وي. ظاهراً که څه هم د مړینو لامل څرګند نه دی خو په ټوله کې د ډېر عمره کسانو مړینه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی..

د ملګرو ملتونو لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د کرونا وبا له کبله افغانستان له څو اړخونو له سخت حالت سره مخ دی. دا وبا نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کولای شي، د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم تر جدي فشار لاندې کړی دی. د ملګرو ملتونو دا راپور په بې وزله هېوادونو کې د کرونا وبا د اوږد مهاله اغېز په اړه خپور شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د نورو بېوزله هېوادونو په پرتله په ځانګړې توګه افغانستان په خورا نازک حالت کې دی ځکه په وینا یې مسلکي روغتیا پالان په کې کم دي. ډېری وګړي یې په سخته بېوزلۍ کې ژوند تېروي او د روانې اوږدې (څلوېښتو کلونو) جګړې یې اقتصاد او بنسټیز تاسیسات وار له مخې لا ډېر کمزوري کړي دي.

له کرونا وبا سره هم مهاله د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو فعالیت او بریدونو هم د کرونا پر وړاندې د مبارزې بهیر زیانمن کړی دی او افغانستان د خوا ربدې راتلونکې له ګواښ سره مامخ کړی دی.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د خپل جنګ تکتیک هم بدل کړی دی او په دې وروستیو کې دیني عالمان، مطرح او پاکستان ضد څېرې او نور ملکي وګړي په نښه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.