The news is by your side.

په افغانستان کې د کرونا ویروس بل نوم «ورپېښه ناروغي‌»!

خبریال وېب پاڼه/ داسې ورځ او حتا په ورځ کې داسې ساعت نشته چې موږ او تاسو په خواله رسنیو کې په هېواد کې د « ورپېښې ناروغۍ » له کبله د مرګ یو اعلان ونه ګورو.

د ور پېښې ناروغيۍ اعلانونه په افغانستان کې د کرونا وبا سره بیخي‌ ډېر زیات شول.

په مسجدونو کې د ورپېښي ناروغۍ اعلانونه هره ورځ کېږي ؛ په کلیو او بانډو کې پخوا هم دا اعلانونه په مسجدونو کې کېدل خو په ښارونو کې به بیا دا اعلانونه د راډیو ګانو په وسیله کېدل چې اوس رادیو ګانو دا کار ځکه پرې ایښی چې د « ورپېښي ناروغۍ» مرګ دومره زیات شوی چې که یوه راډیو ۲۴ ساعته پر له پسې دا اعلانونه وکړي لا به هم له بده مرغه ځیني‌ مړي‌ ترې پاتې شي.

وليې خلک د کرونا وبا وژل شوي پر ورپېښه ناروغي‌ور اړوي‌؟

څو علتونه موجود دي:

په افغانستان کې کرونا وایرس په لړۍ سر کې داسيې تبلیغ شو چې ګواکې دا ناروغي‌ ناپاک خلک نیسي.

یا داسې چې دا ناروغي‌ ګنهکاره خلک نیسي‌ یا دا ناروغي د کفارو لپاره ده او مسلمان نه نیسي.‌

له بره یادو شویو ستونزو سره سره دا تبلیغ هم وشو چې که چېرته څوک په کرونا ناروغۍ مړ شي‌حکومت یې مړی وړي ‌او بېرته یې نه ورکوي.

هم مهاله دا تبلیغ هم وشو چې حکومتي‌چارواکي د کرونا ناروغانو پر مړیو پیسې اخلي (ښايي ځینو برخو کې رښتیا هم وي ) خو دا ټولو ټکو ته په کتلو سره د کرونا وبا مړو ته بل نوم ورکول شو.

دا سمه ده چې کرونا ویرس هم ورپېښه ناروغي ده؛ خو که د کرونا مړي ‌ته د کرونا د مرګ په سترګه ونه کتل شي‌ نو دا مړی به په مرګ نور کسان ووژني.

مثلاً د کرونا ناروغي د مړي غسل خو لومړی د علماوو د فتوا له کبله ناسم کار دی؛ علما د کرونا وبا مړي ته د شهید په سترګه ګوري‌ او شهید ته باید غسل ورنه کړل شي، خو که ځیني خلک د مړي نه دا شهادت اخلي ‌او غسل ورکوي نو بیا د کرونا د مړي ‌لپاره باید د مینځلو بېل تدابیر به پام کې ونیول شي؛ ورپېښه ناروغي خو لومړی دا تدابیر له منځه وړي‌ او د غسل پر مهال مړی نور کسان په ناروغيۍ اخته کولای شي.

بله خبره دا ده چې کرونا وایرس په نظافت پورې ډېر تړاو نه لري او د نړۍ با نظافته کسان یې هم ونیول او هم یې ووژل؛ خو نا سم شهرت دا خبره خرابه کړې ده.

بله لویه وېره چې افغانانو ته ورلوېدلې ده او هغه دا ده چې که چېرته کوم کس له کرونا ومري او خلک خبر شي نو بیا به یې هدیره او فاتحه کم رنګه وي؛ تربرونو او خپلوانو کې به داسي انګیرنه کېږي چې خلک یې فاتحې ته لږ راغلي‌ وو.

خو د خلکو لږ راتګ او شتون ښايي په افغانستان کې د دې وبا مخه ونیسي.

کرونا « ورپېښه ناروغي» تر هغو له افغانستان نه نشي‌ ورکېدلای چې تر څو کرونا ته د کرونا ناروغۍ په سترګه ونه کتل شي.

که چېرته د کرونا ناروغي نه د افغانستان د ژغورلو یا دې هېواد ته د مرستو د ترلاسه کولو کې موږ او تاسو دلچسپي ولرو، نو ښه خبره به دا وي چې د کرونا وبا مړي په کرونا مرګ راجسټر کړو.

دا دود جوړ کړو چې نه ځان ته دروغ ووایو او نه هم ملت، نړۍ والې ټولنې او نه هم الله پاک ته.

دوستانو کرونا وبا ده او ورپېښه ناروغي د دغې وبا بل نوم دی؛ هیله ده د دې ملت د ساتلو په خاطر د دې وبا سره د مقابلې لپاره له رښتیا ویلو ډډه ونه کړئ‌.‌

 

آمنه خان عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.