The news is by your side.

په غبرګولي میاشت کې د ٤٠٠ زرو زيات ټنه سوداګریزو مالونو لېږد

خبریال وېب پاڼه/ د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو د لېږد بهیر روان دی.

د ۱۳۹۹ کال په غبرګولي میاشت کې تر ۷ زرو ٣٣٨ د توکو واګونونه په حیرتان- مزار شریف، تورغونډۍ او آقینې تمځایونو کې خالي او بار شوي دي.

دغو واګونونو شاوخوا ٤٢٢ زرو ٧٤٤ ټنه مالونه هیواد ته وارد کړي، چې یوازې ١٨٧ زرو ٥٠٠ ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون غذایي مواد تشکیلوي.

د پاتې توکو له ډلې ١٩٣ زرو ٩١٥ ټنه نفتي مواد او زياتو ٣٧ زره یې ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي دي.

که څه هم د کرونا بحران ځمکنی او هوایي ټرانسپورټ آغېزمن کړی خو د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو واردات حتی د رخصتۍ په ورځو کې هم په عادي ډول دوام لري.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، هېواد ته د لومړنیو توکو په واردولو کې خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کړي.

ورسره په هم مهاله توګه د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد لپاره د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې لارې هم د محدود وخت لپاره پرانیستل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تورخم او سپین بولدک ټرانزیټي لارې د افغان حکومت په غوښتنه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره پرانیستل شوې.

د دې وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې له شنبې ورځ پرته به د اوونۍ په شپږو ورځو پر دې ټرانزیټي لارو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ترسره کیږي.

پاکستان له چین او ایران وروسته د افغانستان سوداګرۍ لپاره ستر شریک دی او افغان سواګر خپل سوداګریز توکي له دې ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته وړاندې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.