The news is by your side.

د پاکستان چټک توپ اچوونکي د خپلې مړینې خبر رد کړ

خبریال وېب پاڼه/پرون یکشنبې د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې د دغه هېواد د چټک توپ اچوونکي محمد عرفان د مړینې خبرونه لاس په لاس کېدل.

محمد عرفان وروسته له هغه په خپل ټویټر باندې د خپلې مړینې خبرونه رد کړل چې پرون یکشنبې د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي د مړینې خبرونه لاس په لاس کېدل.

عرفان د پاکستان د ملي لوبډلې چټک توپ وهونکی دی او په دې وروستیو کې په ملي لوبډله کې زیات ځای نه ورکوي. نوموړی په خپله دنګه ونه، اوږدو څڼو او چټکه توپ اچونه باندې ځانګړی شه رت لري.

که څه هم په سوداګریزو لوبو کې عرفان ښه ځلېږي خو د پاکستان کرېکت بورډ ورته د لوبو کولو زیات چانس ه ورکوي.

د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې وروسته له هغه د نوموړي د مړینې خبر رسنیز او زیات خپور شو چې وړمه ورځ د دغه هېواد کرېکټ بورډ د معلولیت لرونکو لوبډلې د یوه لوبغاړي د مړنې خبر خپور کړ. ویل کېږي هغه هم عرفان نومېده.

عرفان خان په خپل ټویټ کې چې تېره شپه ناوخته ۸ بجې یې کړی، ویلي دي:

(یو شمېر رسنۍ رسنۍ د موټر په پېښه کې زما د مړینې خبر او ناسم معلومات خپروي. داسې چې ښایي زما کورنۍ ا ملګرو ته مزاحمت جوړوي او د دغو معلوماتو له خپرېدو وروسته ماته لسګونه دوستانو او خپلوالو زنګونه وهلي دي)

نوموړی زیاتوي چې په ما باندې کومه پېښه نه ده شوې او زه مې له خپلې ورنۍ سره روغ رمټ یم.

د عرفان له ټویت کولو سره د ده یو شمېر مینوالو هم کمنټونه کړي دي او نوموړي ته یې د اوږد عمر هیلې وړاندې کړې دي. یو مینوال یې ورته لیکلي دي،

(که محمد عرفان ومري، مطلب دا چې د پاکستان رېکټ به مړ وي)

د یادونې وړ ده چې عرفان خان تر اوسه پخپل نړیوال کرېکټ کې په خپل نوم ۱۰۹ ویکټې لري، چې وروستۍ لوبه یې د تېر ۲۰۱۹ ز کال د نومبر میاشت کې د آسټرالیا پر وړاندې وه. په دغه لوبه کې چې شل اوریزه وه، آسټرالیا ګټلې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.