The news is by your side.

رسنۍ څه ده او ولي‌رسنۍ ورته وايي ؟‌

خبریال ډاټ کام/ میډیا د لاتیني ژبې له (medium) څخه اخیستل شوې،چې په پښتو کې ورته رسنۍ او په دري کې ورته رسانه ها ویل کیږي.

رسنۍ له هغې معلوماتي او اطلاعاتي ادارې څخه عبارت ده،چې د هیواد او نړۍ په کچه د مسلکي کسانو په وسیله مختلف معلومات،اطلاعات،افکار او نظریات راټول له صحیح او ایډیټ وروسته یې د یوې ډله اییزې ارتباطي وسیلې له لارې د ټولنې د لارښوونې،خبرتیا او روزنې لپاره خپروي……

د رسنیو ویش:

رسنۍ په ټوله کې په دوه ډوله دي،چې لومړی یې دوراني او دوهم یې غیر دوراني دي،چې دا دواړه بیا په نورو برخو ویشل شوې دي.

دوراني رسنۍ : دوراني رسنۍ هم په دوو برخو،بریښنايې او غیر بریښنایې رسنیو ویشل شوي،چې په بریښنایې رسنیو کې راډیو،ټلویزیون او انلاین شامل دي.او په غېر برقي رسنیو کې ورځپاڼه،مجله،جریده او مهالنۍ شاملې دي.

غیر دوراني رسنۍ : دا هم په دوه ډوله دي،چې برقي او غیر برقي،چې برقي رسنیو کې ویډیو کسټونه او په غیر برقي رسنیو کې کتابونه شامل دي.بل دا چې رسنۍ د نوعیت،موقیت،د نشراتو د پالیسۍ او د منځپانګې له مخې هم ویشل شوې دي.

رسنۍ د جغرافیوي موقیت له اړخه په درې ډوله دي

۱:ـ ولایتي رسنۍ

دا هغه رسنۍ دي،چې خپرونې یې د ولایت په سطحه وي.لکه(غرغښت ټلویزیون،د خوست ملي راډیو ټلویزیون چې د پوښښ ساحه یې یوازې تر خوست پورې محدوده ده.

۲:ـ ملي رسنۍ

ملي رسنۍ هغه رسنیو ته ویل کیږي،چې د پوښښ ساحه یې د ټول هیواد تر کچې پورې وي.لکه )ملي راډیو ټلویزیون).

۳:ـ نړیوالې رسنۍ

دا هغه رسنۍ دي،چې د پوښښ ساحه یې په ټوله نړۍ کې خپره وي.لکه(بي بي سي،ازادۍ راډیو او الجزیره…

د نشراتو د پالیسۍ له مخې هم په درې برخو ویشل شوي

۱.ګوندي رسنۍ: هغو رسنیو ته ویل کیږي،چې په ډله یا یوه ګوند پورې اړه ولري او د خپل ګوند د پالیسۍ سره سم خپرونې ولري.

لکه(ژوندون راډیو ټلویزیو او افغان ملت ورځپاڼه)

۲.دولتي رسنۍ: هغو رسنیو ته ویل کیږي،چې د دولت په اختیار کې وي،اود دولت ورځني فعالیتونه خپروي.

لکه(ملي راډیو ټلویزیون)

۳.خپلواکې رسنۍ:هغو رسنیو ته ویل کیږي،چې هیڅ رقم ډلو،ټپلو او ګوند پورې نه وي تړلې.لکه ازادۍ راډیو او الجزیره چې کامله معنی خپلواکه نه دي خو بیا هم ورته خپلواکې ویلای شو.

رسنۍ د محتوا له اړخه هم په دوه برخو ویشل شوي

۱.عامې رسنۍ : هغو رسنیو ته ویل کیږي چې د خپرونو منځپانګه یې ځانګړې اختصاصي نه وي.

لکه ( شمشاد راډیو ټلویزیون….

۲.خاصې رسنۍ : هغو رسنیو ته ویل کیږي،چې منځپانګه ځانګړې وي.

لکه(سپورټ ۳ ) چې یوازې سپورت لپاره کار کوي.

رسنۍ د نوعیت له پلوه هم په ۴ برخو ویشل شوي،چې عبارت دي له ۱.چاپي ۲.راډیوې ۳.ټلویزیوني ۴.انلاین.

لیکوال: داورګل (ناصري)

ماخذونه : انلاین ژورنالېزم، سایبر او انلاین .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.