The news is by your side.

ولې میرمنې زیاتې خبرې کوي؟

 

خبریال ویب پاڼه/ په ټولیز ډول میرمنې په تولنیزو ناستو کې تر نارینه وو ډیر غږیږي آن تر دې، چې یوه شېبه هم چپ نه شي پاتې کیدای.

په افغاني ټولنه کې په ټوله کې دا معمول ګرځیدلې او ټول په دې اند دي، چې که کله هم دوه میرمنې سره یوځای شي نو اړینه چې د بل د کور خبرې به کوي.

د معلوماتو له مخې په ټولیز ډول میرمنې په ورځنې ژوند کې ۲۰.۰۰۰ نیولې بیا تر ۲۵.۰۰۰ پورې کلمات په خپلو خبرو کې استعمالوي.

خو برعکس بیا نارینه چې د میرمنو په نسبت کمې خبرې کوي څیړنو ښودلې ، چې نارینه بیا په ورځني ژوند کې له ۷.۰۰۰ څخه نیولی تر۱۰.۰۰۰ پورې کلمات په خپلو خبرو کې کاروي.

له دې څيړنې ښکاري، چې میرمنې بیا په ورځني ژوند کې تر نارینه وو ډیرې خبرې کوي.

هرماشوم د کوچنیولي له نازولې دورې دخبرو زده کړې پيلوي له دې ډلې بیا نجونې د کوچنیوالې له مرحلې کله چې په خبرو پیل کوي تردې، د ځوانۍ پر مهال یې د خبرو هغه اندازه پانګه ترلاسه کړې وي ، چې یو ځوان هلک یې په هغه اندازه نه لري او نه یې هم ترلاسه کولای شي.

په دومره لویې پانګې سره خبرې کوی چې هیڅ بندښت به په کې نه راځي، چالاکي به ورسره وي، هغه اندازه د ازادو خبرو ثروت به لري چې یو ځملې به ورنه بې برخې وي.

د خبرو کول هم هنر غواړي خو تر ډيره بیا دا هنر میرمنې لري خو له دې هنر نه د ګټې اخیستنې په تګلاره نه دي خبرې او نه پوهیږي.

څیړونکي وایي نارینه بیا که څه هم د میرمنو په نسبت لږې خبرې کوي او د خبرو کمه پانګه ورسره وي خو بیاهم تر میرمنو ډیر په ښه انداز او دقت سره خبرې کوي او په ګټور ځای کې ترې ګټه پورته کوي.

دوی په دې باور دي چې میرمنې د خبرو لویه پانګه لري خو تر ډیره یې بې ځایه کاروي او سالمه ګټه ترې نه شي پورته کولای.

څیړنو ښودلې که میرمنو له خپلو خبرو سمه ګټه پورته کړې وای ښایي تر هرچا ډیر ښه او فصیح غږیدلی او ښه ښوونکي به واست.

ځینې متخصصین بیا د ډیرو خبرو لامل د دماغو ترکیب ګڼي چې د میرمنو او نارینو د دماغو ترمنځ جلا توپیر شته.
د دې خبرې مقصد دا نه چې موږ د میرمنو او نارینو تر منځ د عقلي اړخ غوروالې بیانوو.

مقصد ترې دا دی چې الله پاک میرمنو ته د ډیرو خبرو کولو توان او استعداد وربښلي دی، چې دا کړنه هم د الله پاک د حکمتونو څخه خالي نه ده.

هغه دا چې میرمن له هر چا زیات نصیحت، ښوونې، پوهې او بیان ته اړتیا لري چې خپل رعیت او اولادونو ته یې وکړي.

په دې سره د خپلو بچیانو تربیت په ښه ډول تر سره کړي، د واده وروسته د خلکو زړونه راخپل کړي، او د خپلو بچیانو په تربیه، روزنه کې پوره همکاري وکړي.

د میرمنو په ډیرو خبرو کې دا حکمت هم پروت دی چې تر پلار په څو چنده اولاد ته ښه روزنه ورکولای شي ښایي په دې کې لوی حکمت وي او الله تعالی هم په همدې خاطر دا حکمت دوی ته ور په برخه کړی وي.

په ټوله کې باید ووایو چې ښځه مور ده، ښځه میرمن ده، ښځه خور ده، او بالاخره ښځه نیم ایمان دی او سالمه روزنه او پالنه یې د ژوند بهتروالی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.