The news is by your side.

تمرین وکړئ او په وړیا ډول د ریل ګاډي ټیکټ ترلاسه کړئ

 

خبریال ډاټ کام: د هند حکومت تازه اعلان کړی دی چې هغو تمرین کوونکو ته د ریل ګاډي ټیکټونه په وړیا توګه ورکوي چې د ریل ګاډي په سټېشن کې د تمریناتو په ماشینونو کې خپل تمرین وکړي.

هندۍ رسنۍ وایي، چې په همدې موخه حکومت د ریل په تمځای کې د تمرین ماشینونه هم نصب کړي دي چې په وار وار سره پکې خلک خپل تمرین کوي .

د هند حکومت وایي، چې دوی د تمرین خورا مجهزه ماشینونه د ریل ګاډي په تمځای کې نصب کړي دي چې موخه یې ترې خلک په هغې کې تمرین هم وکړي او د ریل د راتګ لپاره په تمه هم شي.

هندي حکومت دا پرېکړه په داسې مهال کوي چې ورزش د فزیکي روغتیا لپاره خورا ګټور دی او کولی شي چې د ډیرو ناروغیو څخه هم مخنیوی وکړي.

یوې وروستۍ څېړنې هم ښودلې ده چې حتی لږه اندازه ورزش کول هم کولی شي چې د انسان د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې ولري چې په همدې موخه د هند حکومت د اورګاډي تمځای کې د تمرین ماشینونه نصب کړل.

د هند حکومت وایي، خلکو ته د تمرین په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره د ریل پټلۍ سټیشنونو کې ماشینونه نصب کول خورا ښه پیغام ورکول دي چې په دې توګه کولی شي په هره سیمه کې هم ورزش وکړي.

ویل کېږي په هند کې دا غوره ګام د هند د ریل وزیر لخوا اخیستل شوی ترڅو خلکو ته د روغتیا په اهمیت پوهیدو او همدارنګه د روغتیا د خوندي کولو لپاره مرسته وکړي.

نوموړی وزیر وایي، د هر هېواد مسافر کولی شي چې د تمریناتو وروسته د ریل ټیکټ بې له کوم لګښته واخلي، بلکې که هرې لېرې سیمي ته ځي نو کولی شي په وړیا ډول په ریل کې ولاړ شي.

مسوولین یې وایي، چې د ریل په تمځای کې د تمرین کولو پر مهال دوی ته ځانګړی وخت ورکړل شوی وي چې د هغې هدف له پوره کولو وروسته کولی شي په وړیا ډول په ریل کې سفر وکړي.

هندي رسنۍ وایي، چې دا ماشین دا مهال په نوي ډیلي کې آنند بهار ریلوې سټیشن کې نصب شوی ، چې د ‘فټ انډیا برنامې’ لاندې به په نورو سیمو کې هم نصب شي.

د هند حکومت وایي، چې دوی به خورا نورې لازمې اسانتیاوې هم د مسافرینو او د دې هېواد وګړو لپاره په نږدې راتلونکې کې راولي.

دوی وایي، چې ممکن په هند کې د ریل ګاډي د سفرونو پر مهال د کتاب لوستلو دود هم بېرته راتازه شي او د کتابونو د مطالعې وروسته ښایي ټاکل شوی تخفیف هم ورسره په ټیکټ کې ورکړل شي.

هند په دې وروستیو کې خورا ډیر پرمختګ کړی دی او غواړي چې په دا ډول پروګرامونو سره خپل ولس په کار واچوي او هم مهاله یې له ځان سره وساتي.

د یادولو ده چې د نړۍ پر بیلابیلو هېوادونو کې د سفر پر مهال د تمرینو کولو او کتاب مطالعه کولو لپاره خورا ښې زمیني برابرې شوي دي چې خلک یې د سفر پر مهال هم تمرین او هم مطالعه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.