The news is by your side.

طالبان د بلې جګړې په درشل کې شعیه قومندانان ګوماري

خبریال وېب پاڼه/د مېډل اېسټ انستیتیوت لخوا په تازه خپاره شوې مقاله کې راغلي دي چې طالبان د یوې نوې جګړې په لټه کې دي او له همدې امله د ایران د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره شعیه مشران د خپلو جګړو قومندانان ګوماري.

د مېډل اېسټ انستیتیوت لخوا په تازه خپاره شوې مقاله کې راغلي دي چې طالبان د یوې نوې جګړې په لټه کې دي او له همدې امله د ایران د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره شعیه مشران د خپلو جګړو قومندانان ګوماري. پر طالبانو مخکې هم ورته تورونه وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته هم د تمې خلاف خپل تاوتریخوالي دوام ورکړی دی. حکومت وایي چې دغې وسله والې ډلې سره له دې چې جګړه کې نرمښت راوستلی نه دی، بلکې د تېر په پرتله یې په مراتبو زیاتوالی هم په کې راوستلی دی.

یو شمېر شنونکو وار له مخې سولې ته د طالبانو په اراده وار له مخې شک ښودلی دی. دوی وایي چې طالبانو له همدې امله د خپلو بندیانو د ژر خوشي کولو لپاره هلې ځلې کوي.

میډل ایسټ انسټیټیوټ افغانستان کې د ایران د نفوذ په اړه یو اوږد راپور خپور کړی دی. د یاد انسټیټیوټ په خپاره شوي راپور کې راغلي چې ایران له افغانستان سره قوي مذهبي او کلتوري اړیکي لري او دغه راز یاد هېواد په سیمه کې د امریکا د نفوذ پراختیا پر ضد له هیڅ راز هڅو مخ نه ګرځوي.

سرچینه وړاندې کاږي، ایران چې د افغانستان او افغانانو په اړه سم پوهاوی لري له مودو راهیسي په دغه هېواد کې خطرناکه پالیسي تعقیبوي. په راپور کې راغلي، که څه هم دا هېواد له طالبانو سره تاریخي تضاد لري خو له طالبانو سره د سعودي د اړیکو پرې کېدو او دغه راز له دغې ډلې سره د قطر د اړیکو پیاوړتیا بیا د ایران او طالبانو تر منځ ملګرتیا هم باوري کړې ده.

ویل کېږي که څه هم ایران له افغان شعیه ګانو سره چندان خواخوږي نلري خو له دې امله چې دوی بیا دا خلک د خپلو موخو لپاره نورو هېوادونو کې ترهګریزو جګړو ته واستوي نو ورسره خواخوږي ښیي او له طالبانو یې هم د شعیه لږکیو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده او په غبرګون کې یې په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان په شمال کې د یوې ولسوالۍ ولسوال هم د مولوي مهدي مجاهد په نامه یو شعیه ټاکلی دی او ښایي دې کار ته دوام ورکړي.

راپور کې وړاندې دا هم راغلي، مجاهد په یوه وینا کې خپلو ملګرو ته وایي، ایا تاسې د روسانو پر وړاندې د خپلو وروڼو په څنګ کې د خپلو اجدادو پاڅون له یاده ایستلی دی، که مو په یاد وي نو اوس هم باید د یهودي او مسیحي یرغلګرو پر وړاندې د خپلو همسنګرو تر څنګ ودرېږئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.