The news is by your side.

طالبان د داعش په جامه کې، ماشوم باندې یې ځانمرګی کاوه

خبریال وېب پاڼه/په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ښکاره ظلمونه او جنایتونه خو ښایي هر چا لیدلي وي، خو ډېر داسې جنایتونه چې د خلکو له سترګو یې د پټولو هڅه شوې ده، هم شته دي.

د یوه کومانډویي سرتېري ۱۳ کلن زوی چې له نن څخه پینځه کاله وړاندې یې د طالبانو لخوا پلار او مور په کور کې ورته شهیدان شوي، دی او د دوو وروڼو او دوو خویندو په ګډون د طالبانو اسیر کېږي. دغه کیسه هغه مهال د جنایت تر پولو اوړي چې د ده دواړه وروڼه د وسله والو طالبانو لخوا په کابل کې ځانمرګو برید ته چمتو او نور یې له ده نه هم حال ورک کېږي.

د کومانډویي سرتېري زوی چې اوس تازه یې له خپلو چاودېدونکو توکو او واسکټ سره په کندز کې ځان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی دی، وایي چې طالبانو یې ټوله کورنۍ ورڅخه اخیستې ده. دغه تنکۍ هلک مختار نومېږي او وایي چې د دوو خویندو حال مې اوس هم نشته چې طالبانو څه پرې کړي دي او چېرته دي.

که څه هم دا لومړنی ځل نه دی چې طالبان ورته جنایت کوي خو دا چې د دغې تنکي هلک ټوله کورنۍ یې د ورکې کندې ته غورځولې ده، یوه نوې او بوږنوونکي کیسه ده.

مختار پولیسو ته ویلي دي چې طالبانو دی هم د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړی ؤ او غوښتل یې چې زه د کندز په مرکز ځانمرګی برید وکړم خو په وینا یې ده واسکټ سیند ته غورځولی دی او ځان یې سرتېرو ته تسلیم کړی.

نوموړی چې کله په خپل کور کې د طالبانو لخوا د خپل پلار او مور شهادت په سترکو ویني، هغه مهال دی ۸ کلن ؤ او زیاتوي چې له هماغه ځایه طالبانو مستقیم د ځانمرګو بریدونو د روزنې ځای ته بوتلو، چې څو کاله وروسته یې د ده په دوو وروڼو باندې په کابل کې ځانمرګي وکړل.

د یادونې وړ ده چې له ماشومانو، ښځو او مظلومو کسانو نه په ترهګریزو بریدونو کې تر ډېره داعش په منځني ختیځ کې کار اخلي خو په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا هم د تشدد څپه لوړه شوې ده او هر څه ته لاس اچوي.

د کندز امنیتي چارواکي هم د مختار د تسلیمېدو خبر تائیدوي او زیاتوي چې نوموړي ته د طالبانو د ځانمرګو بریدونو د مسؤل مولوي مصطفي څخه ۵ کاله د ځانمرګو بریدونو زده کړې ده.

وسله والو طالبانو که څه هم تر دې دمه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې ټول هغه موارد چې د دوی پر وړاندې د ولس کرکه را پاروي، رد کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.