The news is by your side.

نجونو ته کوم ځوان زیات جذاب ښکاري؟

خبریال وېب پاڼه/په ورځني ژوند کې به مو لیدلي وي چې نجونې ستاسې د تمې خلاف داسې ځوانانو پسې وي چې هېڅ فکر یې لا کولی نه شئ.

ښځو ته هغه نارینه د نورو په پرتله ډير جذاب او فعال ښکاري، چې ګوښه توب او یوازې والی ډېر خوښوي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې څه قسم یوازیتوب او ولې د ښځو دا ډول نارینه ډير خوښیږي؟ راځئ په دې لیکنه کې د نجونو د زړه کور ته د ننه شو.

د ښځو په اند یوازیتوب خوښونکي کسان خورا زیات ژمن او وفادار وي. دغه ډله خلک چې زیات ملګري نه لري، دا مطلب رسوي چې دوی خپله لویه برخه انرژي او وخت خپلو ښو او باوري ملګرو ته ځانګړي کوي. دغه راز دا ډله خلک د نورو کسانو قدرداني او درناوی هم ډېر کوي او هڅه کوي چې هر چا ته انساني درناوی وکړي او حق یې پرځای کړي.

موندنې ښيي هغه نارینه چې یوازیتوب او ګوښه توب خوښوي ډیری وخت خوشاله، بریالي او سوکاله وي. که څه هم ډیری خلک پرته له نورو خلکو نه شي کولی چې یو کار په منظم ډول ترسره کړي، خو هغه نارینه چې یوازیتوب ته لومړیتوب ورکوي، د خپلو فکرونو او احساساتو په تمرکز او ارامتیا سره کولی شي هر کار په منظمه توګه ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

د ښځو له نظره یازیتوب خوښونکي کسان ښه فکر کوونکي وي: کله چې له ستونزمن حالت سره مخ شي، نو په معمول ډول سره د دې وړتیا لري چې ځان ارام او متمرکز کړي او خپل ژوند پرمخ یوسي. د هرڅه په وړاندې لومړی فکر کوي او بیا غبرګون ښيي. فکر یې پرځای وي او هرڅه ته بیځایه تشویش نه کوي.

د ترسره شوو څيړنو له مخې یوازیتوب خوښونکي نارینه پرانیستی ذهن لري، دا یو ډیر ناسم تصور دی، چې ګواکې یوازیتوب خوښوونکي کسان تړلي ذهنونه لري او ځان پرسته وي. حقیقت دا دی چې د دغو کسانو ذهنونه د نویو شیانو او لارو په رامنځته کولو کې خورا زیات فعال وي او تل هڅه کوي چې نوښت او بدلون رامنځته کړي او پرمختګ وکړي.

یوازیتوب خوښونکي کسان وخت ته خورا زیات ارزښت ورکوي: دا به د حیرانتیا خبره نه وي، هغه کسان چې خوښیږي یې یوازې وخت تیر کړي، وخت ته خورا زیات ارزښت ورکوي، په ځانګړې توګه وزګار وخت ته.

دا په دې مانا نه ده چې دوی خلکو ته د مرستې رسولو لپاره هڅه نه کوي او وخت ورته نه ځانګړی کوي، بلکې هر هغه څه چې د ارزښت وړ واوسي، دوی ورته خپل وخت ځانګړی کوي او هڅه کوي چې نورو ته خیر ښیګڼه ورسوي او خپل وخت په سمه توګه ولګوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.