The news is by your side.

تازه خبر! بریتانیا کې بل د چړو برید ؛‌درانه تلفات

خبریال وېب پاڼهبریدګر د سکاټلنډ په په ګلاسګو ښار کې په پارک این هوټل کې پر عامو خلکو د چړو برید وکو . په برید کې (۳) کسان وژل شوي‌ او یو پولیس افسر او (۵) عام وګړي ټپیان دي .

په بریتانیا کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې تر دم ګړیه د مړو په ګډون (۹) کسان د ګلاسګو روغتون ته رسول شوي دي .

برید په ویسټ جورج سټریټ کې نېژدې نیم ساعت وړاندی وشو او برید ګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی .

دا په یوه میاشت کې دوهمه پېښه ده چې په بریتانیا کې کېږي ؛ تېره اونۍ لندن ته څېرمه په ریډینګ ښارګوټي کې ورته پېښه شوې وه .

د ریډینګ ښارګوټي پېښه د روانې جون میاشتې پر ۲۱ نېټه وشوه ، هغه برید کې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان وو. ځايي پولیسو دا یو ترهه ګر برید وباله او عرب برید ګر یې ژوندی ونیولو .

د ګلاسګو د نني برید په تړاو لا زیات جزیات نه دي‌ورکول شوی او دا لا هم روښانه نه ده چې د برید اصلي‌علت څه دی او بریدګر څوک دی ؛ خو سیمي ته ډېر لوی شمېر پولیس رسېدلي‌ او د ګلاسګو ټاون سینټر په مکمل ډول د پولیسو په قبضه کې دی .

لندن ته څېرمه ریډینګ کې د چړو برید – تلفات اوښتي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.