The news is by your side.

یو هیواد دوه د لوړي‌ مراسم !

خبریال ډاټ کام/له خورا زیاتو هلو ځلو وروسته هم ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو د پایلو پر سر د جوړ شوي کړکیچ په حل کولو باندې بریالي نه شول. تېره شپه هم تر ناوخته ولسمشر غني او عبدالله د روانې ناندرۍ پر سر اوږده بحثونه لرل خو ویل کېږي د عبدالله د فرمایشاتو تله درنه وه او غوښتل یې د تېر ولسمشریز څپرکي په څېر د حکومت لویه برخه واخلي او یو ځل بیا دوه سره حکومت را منځته کړي.

ولسمشر غني له پراخ انعطاف ښودلو سره سره د ډاکتر عبدالله د حرص مخه ډب نشوی کړای. هخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارګ او سپېدار تر منځ کابو پینځه ځله تګ راتګ کړی تر څو د پخواني اجرائیه رییس او ولسمشر غني تر منځ یوه تفاهم ته ورسېږي، خو ویل کېږي چې هغه هم توانېدلی نه دی.

د سرچینو له مخې زلمي خلیلزاد دواړو مشرانو ته د ملي یووالي حکومت وړاندیز کړی چې د ولسمشر غني لخوا رد شوی دی. نن یو خوا ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسم نمانځي او ګڼ کورني او بهرني مېلمانه یې را بللي دي. بلخوا عبدالله هم د سمبولیکو مراسمو جوړولو تابیا نیولې ده. دا چې د هېواد او نظام برخلیک به کوم خوا ځي، د ټولنیزو رسنیو فعالانو او سیاسيونو بېلا بېلې طنزیه خپرونې پرې کړې دي. د مطیع الله ابراهیم زي په نوم یو فعال د لوړې مراسمو د شېبه په شېبه د ځنډېدو او دوو ټیمونو د ناندریو په غبرګون لیکي:

((یک قدم پیش، یک قدم پس))

یو بل ټویټر کاروونکی بیا د دواړو ټیمونو تر منځ د روانې معضلې په اړه لیکي:

((افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې ۳۴ ولایتونه او ۶۸ والیان لري))

د نثار صالح په نوم یو بل ټولنیز فعال په خپله فېسبوک پاڼه لیکي:

((عبدالله عبدالله دومره هم ساده نه دی چې همزمانه به د لوړې مراسم کوي. که عبدالله دا کار وکړ، پوه شئ چې د سیاسي واسکټ ته یې درز ورکړ. دا سړی پوهېږي چې وطن یو قاضي القضات لري او هغه به د ولسمشر د تحلیف ته ورځي. بل تاسو څه فکر کوي چې کوم هېواد به یې هرکلي او مبارکي وکړي))

روانو بدمرغیو ته په کتو د هېواد را روان ولسمشریز څپرکی هم د تېر هغه په څېر یو مبهم حالت ته روان دی. یو شمېر مطرح سیاسیون په دې اند دي چې ډاکتر عبدالله غواړي د مصالحې عالي شورا په نوم جوړېدونکې جرګه ګۍ مشري واخلي، څو وکولی شي د طالبانو له راتګ وروسته د سیاسي امتیاز له کثرت سره مخ نه شي نو ځکه له همدې اوسه د دولت د چلنج کولو او چاڼو وهلو په درشل کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په سهار ولسمشر غني د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مخکښو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ ته د خپلې لوړې مراسم د دوو ساعتونو لپاره وځنډول، هم مهاله د عبدالله ټیم هم د خپلې لوړې مراسم وځنډول او ویې ویل چې له غرمې وروسته به خپل مراسم ترسره کوي.

ولسمشر غني غواړي د خپل تېر ولسمشریز څپرکي ترخې تجربې او د دوه سري حکومت له خاطرو زده کړه وکړي او د یو واحد دریځي حکومت ګدۍ په لاس کې واخلي خو ډاکتر عبدالله بیا په ښکاره د همه شمول حکومت په زمزمه کولو سره غواړي یو ځل بیا د تېر فصل مزه وڅکي او په واک کې پاتې شي.

مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.