The news is by your side.

سیاسیون د فساد تقویت کوونکي

خبریال وېب پاڼه/ سیاست، سیاسیون او فساد نن ورځ په افغاني ټولنه کې هغه تکرارېدونکې او کلیشه یي الفاظ دي چې پر سیمه ایز، ملي او نړیواله کچه ددغه لفظونو په کارولو سره زمونږ ذهن ته له جز نېولې ان په لوړو مقاماتو او اداراتو کې د فساد کوونکو او د دوی د اصلي ملاتړو ادارو او هېودونو د پېژندلو لپاره ذهناً مغشوش او له یوۀ نه پیدا کېدونکي ځواب ته لېواله یو خو له بده مرغه چې په تېر څلوېښت کلن ناورین کې مونږ نه یو توانېدلي چې خپل ځوابونه په کامل ډول وپلټو او ولس ته د خپل راکړل شوی مسؤلیت حق په سم ډول ادا کړو.

سیاست لکه چې ټول منلی تعریف یې( د شخصي ګټو لوبه) هر چاته نن ورځ پرته له فکر کولو لکه د سپوږمۍ روښانه او ټول پردې حقیقت پوهېږي چې سیاست نن ورځ په کوم معیار او میکانېزم زمونږ پر ټولنه عملي شوی / عملي کېدونکی دی.

همدارنګه تر ټولو مهم بحث د سیاسیون له نوم سره د فساد نوم ډېر یادېدونکی ګڼل کېږي او اکثریت وګړي د فساد د زیادښت او نه مختیوي اصلي رېښې او سرچینې سیاسیون بولي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د فساد رېښې زمونږ په ټولنه کې لا پیاوړې کوي او پرې د نورو ورکړل شوي حقوق د ښکاره ظلم او استبداد په ډول تر پښو لاندې کوي.

فساد کوونکي او ملاتړي یې د فردي ګټو په لالچ کې دومره ډوب لاهو دي چې د خپل هېواد ملې ګټې، پر نړیوال سټېج ترلاسه شوی باور، د بهرنیانو پر وړاندې ثابت دریځ، ملي منافعو ته ژمنیتیا او د ملت د خوبونو پر وړاندې د یوۀ وژونکي تعبیر سره دا هر څه هېر، خو د مقام ترلاسه کول او فردي ګټې ورته تردې هرڅه لومړیتوب ځکه لري چې دوی پرې د اسودۀ ژوند څښتنان جوړېږي.

راځو دې خبرې ته چې ولې د یوه منظم قانون او د فساد پر وړاندې د مبارزې له ډلو سره سره بیا هم دوی فساد پرته له دې چې کوم خوف او وېره احساس کړي، کوي؟

اصلاً خبره د قانون د نه حاکمیت او پر وړاندې یې د عملي اقدام نه شتون هغه اصلي عوامل دي چې نن ورځ سیاسیون ته په پوره ډاډ او ځواک سره ددې توان ورکوي چې دوی د خپلو فردي ګټو لپاره له قومیت پرستۍ، سمت پرستۍ او نېژاد پرستۍ څخه د کمزوري او بې واکه قشر خلاف ګټه واخلي او د فساد جرړې لاپسې خپرې او محکمې کړي.

بله مهمه خبره د ملاتړو اداراتو او سپوټرانو ده چې تر ټولو مهم اصل او عامل بلل کېږي، دا ملاتړي هم په داخلي او هم په نړیواله کچه موجود دي چې تر ډېره حده په وروسته پاتې هېوادونو کې پرې د خپلو افکارو پر عملي کولو پلان ګزاري کوي او د دوی ملاتړ ته خپلې مټې رابډ وهي.

همدارنګه د وخت د نایب یا حاکم لخوا د واک پرستۍ هغه لېونۍ ساتونکې تنده بل هغه مهم عنصر دی چې د سیاسیون د فساد خلاف یې پر خولو مُهرونه لګولي او ملت ته تل په درواغجنو وعدو او عملي کېدونو اقداماتو تخیلي وعدې تر هغې جاري ساتي چې ګوندې دی پرې د واک او چوکۍ مینه خړوبه کړي.

که خپل هېواد افغانستان د 2001-2014 م کلونو تر منځ مطالعه کړو نو وبه وینو چې د وخت حاکم د واک د ټېنګښت لپاره د یوۀ سمت د پاللو لپاره دومره صلاحیت منونکې دندې او واکونه ور ترغاړې کوي چې نن ورځ یې د ملت پر وینو، د مېندو او پلرونو له ژړا او د یتمیانو پر نومونو دومره شتمني او لذت لرونکی ژوند برابر کړی.

آن نړیوال ملاتړي او تشویقونکي ګروپونه یې د مالي ملاتړ لپاره سینه ډبوي او د دوی حمایت په غیر مستقیم ډول پرته له وېرې په مختلفو شکل د اشکالو سره پر مخ وړي او د لا تقویت جامې ور تر غاړې کوي.

لیکنه ـ عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.