The news is by your side.

روغتیا وزارت ته پر فساد ککړ معین ور روان دی

خبریال وېب پاڼه/ د افغان حکومت له لوري د کابینې په معرفي کولو کې یو یو نوماند پر فساد ککړ راوځي، چې اوس مهال وزارتونو ته د معرفي شویو معینانو او نورو کارکوونکو په منځ کې هم پر فساد ککړ نوماندان را ووتل.

تازه د روغتیا وزارت مالي او اداري معینیت ته معرقي شوی ډاکټر احسان الله شهیر هم پر فساد تورن راوتلی دی.

دا مکتوب چې یوې سرچینې خبریال وېب پاڼې ته په اختیار کې ورکړی احسان الله شهیر په کې پر فساد ککړ ښودل شوی، چې د مکتوب پر اساس شهیر فوراً څارنوالۍ ته د ورپېژندلو دی.

په ورته مهال د روغتیا وزارت د برحاله سرپرست وزیر فواد عثماني ورور هم همد فساد دوسیه لري او ویل کیږي چې نوموړی هم کوم لوړ مقام څوکۍ ته ور پېژندل شوی دی.

دا مکتوب خبریال وېب پاڼې له یوې سرچینې ترلاسه کړی، چې د فواد عثماني ورور په فساد تورن دی او د فساد دوسیه لري.

که ولسمشر غني له دې ډول مفسدو کسانو خبر شي او دوی څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي راتلونکې کابینه او وزارتونه به د داسې ډول مفسدو له واک او مدیریت خلاص وي او که ولسمشر لا هم د داسې مفسدو چارواکو پر وړاندې بې غوره شي او په پټو سترګو دوی تر حکومتي څوکۍ ورسوي نو راتلونکي کې به د غني او د غني د حکومت رنګ لا ډېر نور بد شي.

په نوي کابینه کې زیات شمېر معرفي نوماند وزیران پر فساد ککړ را ختلي، چې یو شمېر یې لوۍ څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي، د ولسي جرګې غړي هم په ټینګار سره وایي چې پر فساد ککړو نوماندانو ته رایه نه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance