The news is by your side.

د قرنطین له ماتېدو سره د کابل هوا بیا ککړه شوې

خبریال وېب پاڼه/په کابل کې د فبرورۍ میاشتې له وروستیو څخه د مې تر وروستیو پورې د کابل او ځینو نورو لویو ښارونو هوا د پخوا په پرتله په مراتبو صافه شوې وه او لامل یې د کارونو درېدل او د خلکو په کور تم کېدل وو.

د چاپیریال ساتنې اداره وایي چې د قرنطین له ماتېدو سره د کابل هوا هم ککړه شوې ده. د قرنطين له امله د روان لمریز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې هوا په بې سارې توګه پاکه او رڼه وه.

شاه زمان ميوندي تېره ورځ په یوه بیان کې ویل چې د دې وضعيت د کنټرول په موخه یې د ټولو لوړ پوړو ودانيو او ښارګوټو خاوندانو ته خبر داری ورکړی چې د لړم مياشتې تر پای پورې دې خپل مرکز ګرمۍ سیسټم بدل کړي او د سکر ډبرو پر ځای دې له مایعې ګاز څخه کار واخلي.

دی زياتوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. د نوموړي په خبره، د هوا ککړتيا څخه مخنیوی د ټولنې د ټولو اقشارو مسووليت دی او ټول بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

په ورته وخت کې د چاپیريال ساتنې ادارې مسلکي معين عزت ‌الله صدیقي بيا وايي، د قرنطين له امله د روان لمریز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې هوا په کم سارې توګه پاکه او په خورا عادي حالت کې وه.

دی زياتوي، د جوزا له 10 مې نېټې وروسته د دوی موندنې ښيي چې د هوا ککړتيا معياري حالت څخه زياته شوې. د نوموړي په خبره، که حالت داسې روان وي، نو تر ژمې پورې د هوا ککړتيا کچه په مراتبو زياته شي.

صدیقي همداراز وويل چې د کرونا ویروس تر خپرېدو او ګرځبندیزو محدودينونو له وضع کېدو وروسته هوا د پخوا په پرتله په مراتبو ښه شوې وه، خو د جوزا له لسمې نېټې وروسته کله چې محدوديتونه کم او فعاليتونه بيا ځلي پيل شول، اوس موږ ګورو چې هوا ککړه شوې او که حالت همداسې دوام وکړي، نو تر ژمې پورې به دا ککړتيا څو چنده زياته شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کوویډ 19 ناروغۍ تر خپرېدو او ګرځبندیز محدوديتونو وضع کېدو څخه مخکې تر ټولو جدي ستونزه د هوا ککړتيا وه، خو د کرونا په راتګ او قرنطين له امله دا ستونزه تر ډېره حل شوه، خو اوس بيا ځلي د هوا ککړتيا د زياتېدو اندېښنې زياتې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې هر کال سلګونه کسان د ککړې او زهرجنې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.