The news is by your side.

د پاکستان د کرونا قربانیان تر چین زیات شول

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې پاکستان د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلی دی او دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په کرونا وبا ککړ شو.

د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې په دغه هېواد کې د کرونا وبا قربانیان تر ۴۶۸۰ کسانو پورې رسېدلي دي چې دا شمېره د چین تر قربانۍ زیاته ده. په چین کې چې د کرونا وبا سرچینه هم بلل کېږي، په مجموعي ډول یې څه د پاسه ۴۶۳۴ کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

په پاکستان کې څو اونۍ وړاندې د دغه هېواد د پارلمان غړي او ځینې مهم پوځي چارواکي په کرونا ککړ شوي وو چې د یو شمېر ناروغانو روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ هم ښودل شوی ؤ.

وزیراعظم عمران خان د شنبې په ورځ د حکومتي او پوځي چارواکو په یوه غونډه کې له کرونا وایرس د ژغورنې پر تدابیرو او د برسېرن ګرځبندیز پر عملي کولو ټینګار وکړ، چې وایي له دې سره تر راتلونکي لوی اختر مخکې د کرونا وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي، هغه کار چې روغتیایي کارپوهان یې ناشونی بولي.

ویل کېږي د دغه هېواد د مشرانو په غونډه کې وزیراعظم عمران خان د روغتیایي چارواکو له خوا په هېواد کې د کرونا وایرس د مخنیوي، په دې اړه د حکومتي تګلارې، برسېرن قرنطین او له دې وبا څخه د خلکو د روزګار د اغېزمنېدو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

اوس مهال په پاکستان کې له کرونا وبا د اغېزمنو کسانو شمېر څه د پاسه ۲۲۷ زره کسانو ته رسېدلی او تر دې دمه په ټول هېواد کې څلور زره 680 کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي هم دي، خو په چین کې له دې ناروغۍ د اغېزمنو کسانو شمېر 83 زره 545 دی او مړي یې څلور زره 634 دي.

شنونکي وایي چې پاکستان د کرنا له امله په رامنځته شوي بحران کې هم د ترهګرۍ په روزنه، انسجام او تروهګریزو بریدونو کې په شا تګ نه دی کړی او اوس هم خپل شوم حرکتونه ترسره کوي.

په داسې حال کې چې عمران خان د پاکستان د خلکو ستاینه هم کړې ده او وایي په تېرو دوو میاشتو کې یې له دې ناروغۍ د ژغورنې پر تدابیر عمل کړی دی او په وینا یې ځکه خو دا ناروغي تر نورو هېوادونو په پاکستان کې کمه خپره شوې خو روغتیایي ماهرین وایي په پاکستان کې د ټیسټونو د کموالي له کبله په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر هغه څو چنده زیات دی چې حکومت یې یادوي.

ځینې نا تائید شوي راپورونه وایي په دغه هېواد کې څو ملیونه کسان په کرونا وبا ککړ دي او تر هغو زیات یې مړه کړي هم دي چې حکومت یې یادونه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.