The news is by your side.

حنیف فرزان؛ ښایي راتلونکې اونۍ پوهنتونونه پیل شي

خبریال وېب پاڼه/له څه د پاسه دری میاشتني قرنتین او ګرځبندیز وروسته اوس د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ خلاص کړي.

د لوړو زده کړو ویاند حنیف فرزان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د لوړو زده کړو د پیل طرحه یې حکومت ته سپارلې او ښایي په راتلوتکو دوو وروځو کې له کابینې څخه پاس شي، چې په وینا یې ډېر احتمال شته چې راتلونکې اونۍ پوهنتونونه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت هم په یوه ورته اقدام کې خبر ورکړی ؤ چې په نیږدې راتلونکي کې به د زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي خو له هم په ښارونو او د حکومت تتر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځي پیل شوي نه دي.

بل پلو وسله والو طالبانو بیا تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې په جبري توګه د ښوونکو او زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیستي دي او زده کوونکي یې اړ کړي دي چې ښوونځیو ته حاضري ورکړي. خبریال ته د طالبانو له ځینو سیمو څخه په را رسېدلو معلوماتو کې راغلي چې درسونه او حاضري نشته ده خو یوازې ښوونځي یې په قصدي توګه د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي دي تر څو په وینا یې خلکو ته خپل زور وښیي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ښاغلی فرزان وایي چې د طرحې نه منلو په صورت کې هم ښايي یوازې په ځینو مواردو کې تعدیلات راشي، چې له دې سره به هم پوهنتونونه پیل کېږي.

اندېښنې دا دي، چې ویل کېږي ښايي یو شمېر استادان او محصلین په کرونا اخته وي او د پوهنتونونو په پیلېدو سره به دا ویروس نورو ته انتقال کړي، خو د لوړو زده د ښاغلي فرزان په وینا، لوړو‌ زده ‌کړو وزارت پر يوې داسې طرحې کار کړی، چې بايد د ټولو صحي مواردو په پام سره حضوري زده‌ کړې پيل شي، دا طرحه راتلوونکې اوونۍ کابینې ته وړاندې کېږي.

که چېرې کابينې دا طرحه تاييد کړه نو لوړو زده‌ کړو وزارت به حضوري زده ‌کړې پيل کړي، د دې طرحې له مخې، څلور تر لسو اوونۍ پورې محصليونو ته حضوري زده‌ کړې ورکوي او له هغې وروسته به ترې د پسرلني سمیسټر ازموينه واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغنتیا وزارت هم به خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې د هېواد په کچه د کرونا مثبتې پېښې مخ پر ځوړ دي او په ورینا یې نور په افغانستان کې کرونا د له منځه تللو په حال کې ده.

تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال هم ویلي وو چې افغانانو په خپلو سنتي درملو کرونا ته ماته ورکړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.