The news is by your side.

ایران کې د ګازو خپریدو له امله ۷۰ تنه مسموم شوي

خبریال وېب پاڼه/ ایراني چارواکي وایي په دې هېواد کې د ګازو د تولید او چاڼ په یوه مرکز کې د ګازو خپریدو له امله ۷۰ تنه مسموم شوي دي.

ایراني رسنۍ وایي، چې دا پېښه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې  ده او په کې ۷۰ تنه مسموم شوي، چې په خبره یې د ډيرو وضعیت د اندېښې وړ دی.

ایراني چارواکي وایي د ګازو په یاد تولید او چاڼ ځای کې نیم ساعت اور وژنې دوام وکړ او سخت مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

دوی زیاتوي، چې د اوروژنې ډلګۍ نیم ساعت وروسته په دې بریالۍ شوې،چې د ګازو د لا پراختیا مخه ونیسي او د اور د خپریدو مخنیوی وکړي.

ایراني چارواکي وایي، چې د ګازو د تولید او چاڼ کې به د دې پيښې د رامنځته کیدو پېښه په جدي توګه څېړي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

تر دې دمه په دې پېښه کې د مالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي، چې څومره زیان اوښتی خو مسولین وایي په اړه به یې وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

بل لورته روغتیايي مسولان وایي، چې په دې پېښه کې د مسمومو کسانوله ډلې یې  یې هغه کسان چې وضعیت یې ښه وو بیرته رخصت کړي او یو د یو شمیر کسانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

دغه راز ایران کې په یوه بله پېښه کې د برېښنا د تولید په یوه لوی مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې خو تراوسه یې د زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ایران کې وخت ناوخته دا ډول پيښې رامنځته کیږي او ایرانیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ایراني وګړي په دې برخه کې دولتي چارواکي ملامت بولي او وایي، چې دوی ډيرکله په ډیرو حساسو وختونو کې عادي چلند نه کار اخلي نو ځکه د دوی په خبره دا ډول درنې پيښې رامنځته کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.