د ولسي او مشرانو جرګې ۲۳ غړي په کرونا اخته شوي

خبریال وېب پاڼه/د ولسي جرګې او مشرانو اجرګې اداري پلاوو رسنیو ته ویلي دي چې په دواړو جرګه ګیو کې ۲۳ وکیلان او سناتوران په کرونا وبا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې د ولسي جرګې ۱۵ او د مشرانو جرګې ۸ کسان په کرونا وبا اخته شوي چې اوس یې ځانونه قرنطین کړي او د دغو دواړو جرګو غونډې هم ورڅخه اغېزمنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په اقتصادي چارو، د فقر او بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی هم د کرونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه وکرړ. محمد یوسف غضنفر څه ورځې وړاندې د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د کرونا وبا له امله کوما حالت ته لاړ چې بیا یې د درملنې لپاره ترکیې ته ولېږداوه خو تر څو ورځني ځنډ وروسته یې خپل ابدي ژوند ته لبیک ووایه.

تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د نوموړي غایبانه جنازه وشوه او ښاغلي غني د غضنفر مړینه د هېواد لپاره ستره ضایع وبلله.

که څه هم په کرونا وبا د اخته وکیلانو او سناتورانو نومونه په ډاګه شوي نه دي خو ویل کېږي د دوی له امله په دواړو جرګو کې د دی ناسوبتیا پر غونډو منفي سیوری غوړولی دی. د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز رسنیو ته ویلي دي، دا چې د وکیلانو د درملنې لپاره خوندي چاپېریال نه شته، نو ډېر کم کسان غونډو ته حاضرېږي.

بل خوا روغتیایي چارواکي وایي چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي او په خبره یې په تېرو دریو اونیو کې دا شمېرې مخ پر ځور روانې دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال هم تېره ورځ په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې افغانانو په خپلو دودیزو درملو باندې وکولای شول چې کرونا ته په نسبي توګه ماته ورکړي.

نوموړي وویل چې ښایي دا خبره واقع بینانه نه وي خو په وینا یې داسې شواهد شته چې نور په افغانستان کې کرونا مخ په ختمېدو ده.

تر اوسه رسمي ارقامو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا وبا له امله ۸۲۶ کسان مړه شوي دي او شاوخوا ۳۲۶۷۲ کسان ورڅخه اغېزمن شوي هم دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More