The news is by your side.

د ورکې لارې مبارزین

خبریال وېب پاڼه/ ګلوبلایزېشن هغه ویښونکې تیوري ده چې د یوشتمې پېړۍ پر هر وګړي یې د راج هسکې شملې درولي او هر فرد یې په مختلفو اقسامو تر خپل کنټرول لاندې راوستی.

چا په کې حقیقي نړۍ درک کړه، خو ځیني په لیدلي لار لارورکي شول. اکثریت ګټونکي شول، خو لږکي یې د غفلت تر پردو لاهم د تیارو مېلمستوب ته ور ترغاړې وتي.

ډېرو د ځان ترڅنګ نړۍ وپېژنده، خو ځینو بابيزه تیوري خپله کړه چې ګوندې دوی عبث دنیا ته لېږل شوي.

پرمختللو هېوادونو اقتصادي ځان بسیاینې ته پرې کار وکړ، خو وروسته پاتې هېوادونو پرې د فقر ډېرۍ لا هسکې کړې. چا په کې شخصیت جوړونه وکړه، ځینو په کې شخصیت وژنه وکړه.

چا ترې د ژوند اصول زده کړل، چا ترې د بې پروایې ښاپېرۍ پر ورښمین تخت لا وېدې وساتلې. چا ترې د ښوونځي دروازه پرانېسته، چا ترې د جهالت پخواني یادونه راتازه کړل.

چا پرې وخت مدیریت کړ، چا پرې شتۀ قیمتي فرصتونه د سیند پر خونړیو څپو لاهو کړل. چا پرې د خوښیو نندارتونونه ورغول، چا په کې د غم ویرجنې اوښکې انځورګري کړې.

چا په کې مسکاوې وموندې، چا په کې نور له مسکاوو محروم کړل. دا هېرانوونکې تيوري بل څه نه، بلکې سوشل میډیا (ټویټر، فیسبوک، انسټاګرام، ټِک ټاک او نور…) ده چې د نړۍ اکثریت مېشت وګړي پرې د مختلفو موضوعاتو پر لټون بوخت دي.

نړیوالو او بالخصوص د پرمختللې نړۍ هېوادونو پرې ځانونه، هېواد، ملت او ټول ادارات د بریا تر پولو ورسول / ورنېږدې کړل، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې یې پر ځای ددې چې مناسب او ګټور استعمال یې وشي، د فسق و فساد، بې حیایو، شخصیت وژنو، بدنامیو، بې ځایه تورونو، غیرمسلکي بحثونو او د هغه ناکارا کارونو لپاره استعمالېږي چې د پرمختګ هېڅ څرک او بوی ترې نه شي حس کېدای.

په تأسف سره زمونږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي د یادو ټولنیزو رسنیو استعمال تر ډېره په مدیحه سرایو، شخصیت وژنو، ټوکو ټکالو او توهین امېزه خبرو پرته بل کوم نشراتي پلان او پالیسئ څخه برخمن نه دی چې د غوره راتلونکي څرک ترې را زرغون شي.

خپل وخت پر عبثیاتو تېروي او داسې انګېري چې ګوندې دوی د نړۍ مبارزین بلل کېږي.

مونږ هغه لار ورکي تش په نوم مبارزین یو چې خپل راتلونکی مو هېر، وخت مو پرته له مدیریت کولو په خپلو لاسونو پر سیند لاهو او په هغه بې پایانه سفر قدمونه اخلو چې برخلیک یې بې نتیجې او له ناپایه تورتمونو کوربتوب کوي.

له خولې د هر وتلي لفظ، د ګوتو د هر لیکل شوي حرف او د وجود له غړو څخه د هر یو ترسره کېدونکي حرکت برخلیک او مسؤلیت ستاسې د شخصیت نماینده ګي کوي.

که مو ښه استعمال کړل، ښه به ومومئ او که مو بد استعمال کړل، بد انځور به مو ټولنې ته د نورو په ذریمه ترسیم شي.

لیکنه ـ عزت الله خاطر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.