The news is by your side.

د سولې هڅې، حکومت نن ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کوي

خبریال وېب پاڼه/د سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه ټاکل شوې ده نن حکومت ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د بین الافغاني خبرو د پیل او ښو پایلو په موخه نن د وسله والو طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشي کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ او همدا راز د بین الافغاني خبرو د ژر پیل په موخه غواړي دغه زندانیان خوشي کړي. د افغان حکومت له دې پرېکړې سره به د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو ته ورسېږي.

حکومت داسې مهال د وسله والو طالبانو یوه لویه جوپه بندیان خوشي کوي چې تازه په فراه کې یو امریکایی سرتېری وژل شوی دی. ظاهراً ویل کېږي چې نوموړی په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی دی خو پنتاګون وایي چې دوی به د دغې پېښې پلټنه کوي.

د راپورونو له مخې وینسنټ سباسټین ۲۱ کلن د جمعې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې په فراه ولایت کې وژل شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت تازه دغه راپور تایید کړی دی. د پنټاګون په اعلامیه کې راغلي چې دغه حادثه ددوی تر پلټنې لاندې ده.

تر دې وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

به ورته وخت کې وسله وال طالبان بیا د خپلو ۲۵ هغو طالب بندیانو د خوشي کولو ټینګار کوي چې حکومت وایي په لویو جنایتونو او بریدونو کې یې لاس درلود.

وړمه ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزارت وویل چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو اترو د دقیقې نېټې په اړه د  دواړه لوريو ترمنځ په همغږۍ خبرې روانې دي. بل خوا بيا  طالبان د سولې د خبرو تر پيل وړاندې د خپلو ۲۵ مشخصو طالبانو پر خوشې کولو ټينګار کوي.

د یادونې وړ ده چې په ورته وخت کې افغان چارواکو له طالبانو څخه هم غوښتي چې له دوی سره شته زندانیان دې خوشي کړي. د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت شاوخوا ۵۰۰ بندیان تر دې دمه خوشي کړي دي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې افغان حکومت باید د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې ۵ زره او طالبان د افغان حکومت زر کسه زندانیان خوشي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.