The news is by your side.

هغه موډله چې د ښایست په لټه نوره هم بدرنګه شوه

خبریال وېب پاڼه / یوه روسۍ موډله ، چې په خپل مسلک کې له شهرت نه برخمنه ده په دې وروستیو کې د مخ د ښايست لپاره ستنې ووهلې، خو د دې پرځای، چې ښایسته شي نوره هم بدرنګه شوه.

دا روسۍ موډله اناستاسیاپوکریشک نومیږي.

روسۍ موډلې اناستاسيا پوکريشک د انسټاګرام ستورې د خپلې ښکلا د زياتولو لپاره لومړى خپلې شونډې پېړې يا لويې کړې، خو بيا يې هم د ښکلا مينه کمه نه شوه.

هغې د خپل ښایست د زیاتوالي هڅه وکړه او د خپل مخ د پلنولو لپاره يې نورې ستنې هم ووهلې، چې وروسته يې مخ وپړسېده او نوره هم بدرنګه شوه.

خو د دې بدرنګوالي سره سره هغه بيا هم له خپل ځان خوشحاله ده او د پېړو شونډو او پړسېدلي مخ سره وايي، چې خوښه ده.

نوموړي وایي مینه وال یې هم خوښ دي ترې خو نه پوهیږي چې څنګه .

اناستاسيا وايي، چې د هغې پوزه ډيره لويه وه، نو وې غوښتل چې شونډې هم لويې کړي ترڅو دواړه سره برابرې شي.

د نوموړې په خبره د دې لپاره يې په زرګونو ډالر مصارف ورکړل، خو وروسته يې پوزه هم خوښه نه شوه.

هغه وایي له هغې وروسته يې پرېکړه وکړه، چې خپل مخ يا رخسارهم لوى کړي، نو يې د هغې لپاره بيا له ستنو ګټه پورته کړه، چې په دې سره يې مخ يا رخسار وپړسېدل.

هغه خپله هم مني، چې څېره يې يو عجب ډول شوې، خو وايي چې له دې څېرې هم خوشحاله ده.

روسۍ موډله اناستاسيا وايي:

((زما به د خپل مخ يا رخسار د لا ښکلي کولو لپاره نورې ستنې هم ووهم، تر هغې پورې به دې کاره لاس وانخلم، تر څو پورې چې ما خپل ټاکلى هدف نه وي ترلاسه کړى.))

خو په دې چاره کې هغې د کوم تخصص لرونکي ډاکټر نه ګټه نه ده اخيستې، بلکې په خپله يې دې کار ته ادامه ورکړې ده.

اناستاسيا اوسمهال په روسيه او نورو هېوادونو کې ډېره مشهوره ده او په انسټاګرام کې ١٥٠ زرو څخه زيات مينه وال لري.

دا روسۍ موډله وايي، چې په يوټيوب کې يې د يو ډاکټر ويډيو وکتله او له هغې وروسته يې په خپله دا ستنې ووهلې.

که څه هم په ټینګار سره وایي احتیاط یې کړی وو خو بیا هم بدرنګه شوه.

د هغې په خبره د (ښکلې ښکاره کېدو لپاره) يې تراوسه پورې په خپلو شونډو او مخ باندې تر دوه زرو څخه زيات امريکايي ډالر مصارف کړي دي.

یو شمیر په دې باور دي، چې ډیری هغه نجونې چې موډلینګ برخه کې کار کوي هڅه کوي د خپل ښایست نه په ګټنې ډیرې پیسې ترلاسه کړي او که یې ښایست ختم شو نو خپل برخه کې کار هم له لاسه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.