د افغان جګړې اصلي وارثین
خبریال وېب پاڼه/ افغانستان له تېرو څلورو لسیزو را په دې خوا نۀ یواځې ځاني تاوانونه او تکالف ولیدل، بلکې په اقتصادي، فرهنګي، عقیده یي، سیاسي او تعلیمي برخو کې یې نۀ جبرانېدونکي زیانونه تجربه کړل او ترننه یې د دغه لوبې شروع کېدونکي او عملي کېدونکي اړخونه ونۀ پېژندل، که یې وپېژندل هم، نو یا ترور شول او یا د تورو خاورو میلمانۀ وبلل شول.
دغه خاوره له څلوېښتو کلونو راپۀ دې خوا د مختلفو جوړو شویو تنظیمونو او احذابو هغه نندارتون بلل شوی چې د جګړې رهبریت په غیر مستقیم ډول پر مخ وړي او خپلو شومو اهدافو پسې لا ګړندي قدمونه اخلي.
ګوندونه او ډلې د یوۀ هېواد لپاره داسې مثال لري لکه:
د په دښته کې د ناڅاپي باران لپاره د احتیاطي وسایلو لکه خېمې، کورتۍ یا جمپر …. اخېستل د یوه مسافر سره په دغه سخت حالت کې غوره ژغورونکي وسایل ګنل کېږي چې پرې له دغه آفت ځان وژغوري، نوګوندونه هم دیوه هېواد لپاره هغه پُشتي ګڼل کېږي، چې د نظام سره اوږه پر اوږه د بهرنیانو د لاسوهنونو پر وړاندې د دفاع، حکومت ته سلا مشورې ورکولو، د ولس او دولت تر منځ د پولو لۀ منځه وړلو، ولس ته د حقوقو د دفاع او غږ اوچتونې غوره مرجع او د ټولو بهرنیو ښکېلاګرو خلاف د نظام ملاتړ او ننګه وکړي رامنځ ته شوي دي.
پۀ خواشینۍ باید ووایو، چې پر افغاني خاوره مېشتې تنظیمي ډلې د واک لالچ تر هغه حده د جنون تر پولو رسولي چې د اړتیا په صورت کې د بېګناه افغانانو قتل عام، شخصي ګټو ته پر ملي منافعو ترجیح کولو، طبیعي زېرمو لوټلو او د چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره آن د خپل پلرني ټاټوبي پلور ته هم تیار دي.
څو مقام ترلاسه او خپل شوم پلانونه چې د ملاتړو لخوا یې ورکول کېږي، پۀ سمه توګه عملي کړي. دارنګه سمت پرستۍ، ژب پرستۍ او عقده پرستۍ لپاره یواځېنۍ پلان شوې کړنلاره چې د ولسونو ترمنځ یې د نفاق ظالم او سوځونکی اور بل کړي، همدا تنظیمونه دي.
کله چې په 1989 م کال پر جلال اباد د ډله ایز برید چې د طالب جنګیالیو، د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) غړو او د پاکستاني ملېشوو په ملیتا ترسره شو، د مؤقتې ادارې په نوم لومړی د واک ترلاسه کول او بیا جلا اباد د پاکستان د یوې صوبې په شکل اعلانول د احذابو په ملاتړ پلان شوي ؤ چې د له ښه بخته د افغاني غرور او قهرمان ملت د وسلو ښکار شول او شرمېنده له خپلو بادارانو سره وتختېدل.
همدارانګه د ۲۰۰۱ کال را په دې خوا تنظیمي ډلو د واک د ترلاسه کولو لپاره قتل عام وکړ، میندې یې کونډې کړې، ورونه او خویندې یې بې وروره کړې، ملي شتمنۍ یې ولوټلې، خو بیا هم دوی ماړۀ نه شول او لا هم د بدبختیو خونکار اور ته لمن وهي او نظام ړنګوي.
همدارنګه د شوروي اتحاد د وتلو پر وخت د جمعیت او حذب اسلامي ډلو د واک پر سر د خپلمنځي اختلافاتو له وجهې یې کابل پر کنډواله بدل کړ او د بېګناه افغانانو قتل عام ورته بابیزه عمل ښکاره شو، ځکه چې واک ورته نیسبت ملت او هېواد ته اولیت لرۀ.
له دې ټولو ورهخوا ننی جهالت او ناپوهي چې د ګوندونو په واسطه رامنځ ته شوی، ډېر دردونکي او هیلې ماتوونکي اُمیدونه راټوکوي لکه:
*په حکومت کې نا مناسبه ونډه غوښتل
*د همدې احذابو لۀ وجهې حق تلفي رامنځ کېدل
*امتیازات د ځانونو لپاره مختص کول لکه په تعلیمي اِداراتو کې بهرنیو هېوادونو ته سکالرشېپونه د ځان لپاره ځانکړي کول
* د دندو د ترلاسه کېدو معیار پېژندنه او واسطه بازي
* د ځوان نسل د اُمیدونو کښتۍ پر بهر لاهو کول
*د بهرنیو ملاتړ ترلاسه کول او له وجهې یې پلانونه زمونږ پۀ خاوره کې عملي کېدل
* عقیده یې نفاق ته لمن وهل، چې لۀ امله یې نني شکونه او ناندرۍ په عقیده کې زېږیدلي او لاهم دوام لري.
* په انتخاباتي مبارزو کې له ناکامۍ وروسته د نظام تخریب کول
* د هېواد پر طبیعي شتمنیو له بهرنیانو سره سودا او دې ورته هغه نادوې چې مونږ ترې اوس مهال سر ټکاوو، یواځې د بهرنیانو کارونه نۀ، بلکې احذاب په کې لۀ پوره ونډې برخمن دي.
نوټ ـ په وروسته پاتې هېوادونو او بالخصوص په اسلامي هېوادونو کې د ډلو ټپلو رامنځ کول د وخت د تخریبګر او دومخي غرب هغه پالیسي ده چې په شتون کې بۀ یې کله هم دغه هېوادونه د پرمختګ سرحدونه رالنډ نۀ کړي او لا به پسې ذلېله کېږي.
لیکنه ـ عزت الله خاطر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.