The news is by your side.

٨ میاشتني ځنډ وروسته د پکتیکا انګور اډې لار پرانیستل شوه

خبریال وېب پاڼه/ د انګور اډې څخه به د اوونۍ د شنبې په ورځ مسافر او پاتې شپږ ورځې به سوداګر تګ راتګ کوي.

د پکتیکا برمل ولسوالۍ انګور اډې لار چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې امله تړل شوې وه، اوس د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.

د پکتیکا سوداګرۍ خونې مسؤولین وايې له دې وروسته به دا لار په اوونۍ کې یو ځل د مسافرو او پاتې شپږ ورځې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې وي.

د ځايې اوسېدونکو او سوداګرو په خبره د لارې له پرانیستل کېدو سره به د صادراتو او وارداتو په لېږد را لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او سوداګر به له لویو زیانونو وژغورل شي.

د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سېلاب ساحل وايې د برمل انګور اډې لار له اته میاشتني بندښت وروسته د دواړو هېوادونو په موافقه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.

نوموړی څرګندوي له دواړو لورو به د اوونۍ د شنبې په ورځ مسافر او پاتې شپږ ورځې به سوداګر په دوه اړخیز ډول پرې تګ راتګ کوي.

پر دې لاره تلونکي مسافر او سوداګر د لارې خلاصون د سوداګرۍ په برخه کې اړین بولي، دوی وايې له دې سره به د توکو په بیو کې ټیټوالی راشي او د دې سیمې مسافر به وکولای شي په لږه موده کې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

دوی وايې لار د ټولو توکو پر مخ په بشپړ ډول نه ده پرانیستل شوې، له پولې هغې غاړې څخه ځينو مشخصو خوراکي توکو ته اجازه ورکول کیږې چې په خبره يې دا څه اوس هم د خلکو او سوداګرو لپاره سر خوږی دی.

پر همدې مهال یو شمېر سوداګر غوښتنه کوي چې د انګور اډې لارې ترانزیټ ته دې چارواکي پاملرنه وکړي.

ملي سوداګر محمد اسلم وزیري وویل د لارې له ترانزیټ سره به د پولې دواړو غاړو اولسونو ته اقتصادي ګټې ورسیږي او د سوداګرۍ په برخه کې به ګڼې اسانتیاوي رامنځته شي.

یاده دې وي چې د انګور اډې لارې د پرانیستل کېدو په اړوند د دې ولایت سوداګرۍ خونې مسؤولینو، په کابل کې د پکتیکا سوداګرو او فعالانو څو ځله تر مرکزي حکومت پورې خپل شکایتونه رسولي او په دې اړه يې خبرې کنفرانسونه او اعلاميي هم خپرې کړې دي.

اوس مهال له پاکستان سره د افغانستان یو شمېر سوداګریزې لارې پرانیستل شوي او سوداګري او تګ راتګ پرې د عادي ورځو په توګه روان دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.