The news is by your side.

د زابل دیني عالمان د ولایتي چارواکو له لوري ځورول کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د زابل یو شمېر دیني عالمان د دې ولایت مسؤلین د دوی تر منځ په نفاق اچولو او د دوی د حقوقو په خوړلو تورنوي.

دیني عالمان وايې، له یوه لوري څخه يې طالبان نه پریږدي او بل لور ته بیا دولت ورته په یو او بل نوم دسیسي جوړوي.

دوی په دې اړه د مرکزي حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي، د زابل مسؤولین بیا دا ادعاوې ردوي او وايې چې ولایتي اداره د دیني عالمانو سره ښې اړیکي لري او ملاتړ يې کوي.

وروسته تر هغه چې دوې ورځې وړاندې، د زابل ولایت په مرکز کلات، د ولایت مقام په انګړ کې د دې ولایت د والي او د ارشاد، حج او اوقافو رئیس له لوري د دیني عالمانو نوې شورا جوړه شوه، ورسره سم یو شمېر دیني عالمانو د ولایتي ادارې دا عمل وغندلو او دا يې د دوی په وړاندې یوه دسیسه وبلله.

د زابل یو شمېر دیني عالمان وايې، دوی د تېرو څو کلونو راهیسې د دیني عالمانو یوه خپلواکه شورا جوړه کړې چې تل يې د دولت حمایت کړی او په دې برخه کې يې د زابل دوه نوموتي دیني عالمان هم د طالبانو له خوا وژل شوي دي او دوی ته هم څو ځله د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ګواښونه شوي خو په دې وروستیو کې د دولت د مخالفینو تر څنګ يې د دې ولایت لومړۍ درجه مسؤولین او د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له خوا په یو او بل نوم ځورول کیږي او بدنامه کیږي.

دیني عالمان وايې، وروسته تر هغه چې يې د زابل د والي څخه د دوی په نوم د پیسو را ایستلو حساب وغوښت، ورسره سم د زابل د والي او د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له خوا يې په وړاندي نوې شورا جوړه شوه او دوی يې تهدید کړل.

دیني عالمان پر مرکزي دولت غږ کوي، که چېرې د دوی حقوق ورنه کړل شي او د دوی تر منځ د ولایتي مسؤولینو له لوري نفاق اچول ونه دریږي، دوی به د دولت سره همکاري پریږدي، ځکه د یو لور څخه يې طالبان نه پریږدي او بل لور ته يې دولت په یو او بل نوم بدناموي.

د زابل د علماؤو شورا رئیس مولوي روح الله روحي وايې، وروسته تر هغه چې يې د زابل د والي سره د دوی په نوم د مستوفیت څخه د رایستل شویو پیسو حساب وغوښت، نو ورسره سم د زابل د والي او ارشاد، حج او اوقافو رئیس له لوري وګواښل شو او په وړاندي يې د عالمانو نوې شورا چې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مامورین دي، جوړه شوه.

ښاغلی روحي وايې، د دولت څخه د ملاتړ په نوم يې څو کاله وړاندې خپل پلار د طالبانو له خوا ووژل شو او اوس نوموړی هم د طالبانو له خوا په نښه شوی، دولت د دې پر ځای چې د نوموړي څخه ملاتړ وکړي، هغه ګواښوي او په وړاندي يې دسیسې جوړوي.

مولوی روح الله روحي وايې، په تېرو دوو میاشتو کې د دولت د نه ملاتړ او ګواښ له امله یو شمېر قومي مشران د دولت وسله والو مخالفینو ته تسلیم شوي ځکه ولایتي مسؤولین ورته په یو او بل نوم دسیسي جوړولې.

نوموړی وايې که يې دولت غږ وا نه وري، نوموړی به د زابل څخه کډه وکړي او بلې سیمي ته ولاړ شي ځکه د طالبانو تر څنګ يې د زابل مسؤولین هم ژوند ګواښي.

یو شمېر زابلیان هم د دې ولایت ولایتي مسؤولین دیني عالمانو ته په نه پاملرنې تورنوي او د دولت څخه غواړي چې پدې حساسو حالاتو کې باید دیني عالمان خپل کړي.

خو د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال او د ارشاد، حج او اوقافو رئیس خان محمد خطابي بیا د دې دیني عالمانو خبرې ردوي او زیاتوي چې د عالمانو شورا رئیس مولوي روح الله روحي څو ورځي وړاندې استعفا وکړه چې دوی اړ شول تر څو د عالمانو نوې شورا او مشرتابه وټاکي.

دوی وايې، د زابل ولایتي اداره ژمنه ده چې د دیني عالمانو ملاتړ به کوي.

په زابل کې دیني عالمان په داسې حال کې د حقوقو د نه ورکړې او د دولت د نه ملاتړ او د دوی تر منځ د نفاق اچولو څخه شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د محلي حکومت د نه پاملرنې او نه ملاتړ له امله یو شمېر قومي مشران چې په مرکز کلات ښار کې اوسېدل، وسله والو طالبانو ته تسلیم شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.