د تاوتریخوالي په زیاتېدو بیا هم ملکي تلفات کم دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر زېږدیز کال سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو سلنه کمه شوې.

یاد کمېسیون وایي د ١٢١٣ تنو وژل کېدو په څنګ کې ١٧٤٠ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

د بشر حقونو د کمېسیون په خبره په منځنۍ کچه هره ورځ په افغانستان کې ١٦ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

یو شمېر خلک د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دا شمېره غلطه ښیي او دوی په دې باور دي چې د تېرو کلونو په پرتله ملکي مرګ ژوبله په مراتبو زیاته شوې ده.

دوی وایی چې په لرې پرتو سیمو کې ملکي تلفات نه رسنیز کیږي او نه څوک پرې خبریږي.

دا شمېرې په داسې حال کې خپریږي چې طالبانو دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي او نظامي تأسیسات او وګړي په نښه کوي.

د امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړې را په دې خوا د طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم شوی او د تېر په پرتله یې لا بریدونو ته زور ورکړی.

د سولې هوکړې له لاسلیک را هیسې په وروستیو میاشتو کې طالبانو په افغانستان کې ملکي او نظامي تأسیسات په نښه کړي او تخریب کړي دي، ملکي او نظامي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

په کور دننه او بهر د نظر خاوندان وایي، که طالبان خپل تاوتریخوالی کم نه کړي د سولې خبرې به د ځنډ له ګواښ سره مخ کړي.

تازه پرون طالبانو د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې د دې ولایت د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ چې ګڼو ملکي او نظامي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه وغندله او له دې وسله والې ډلې یې وغوښتل چې له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک پر اساس دې ټولو بندونو ته ژمن اوسي.

اوس مهال افغان حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو ته د رسېدو او پیلېدو په درشل کې دي، خو د مذاکراتو د پیل پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د دواړو لوریو تر متځ د بندیانو تبادله ده.

افغان حکومت د طالبانو هغه بندیان خوشې کول نه غواړي چې په درنو جرمونو تورن دي، خو طالبان ټینګار کوي، چې افغان حکومت دې خامخا د دوی پوره پنځه زره بندیان ور ورخوشې کړي.

بل لور د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي تاوتریخوالينه کموالی دی چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ستر خنډ دی، که طالبان خپل تاوتریخوالي ته په همدې توګه دوام ورکړي نو بین الافغاني مذاکراتو پیل به هم په څو نږدې میاشتو کې نا ممکن شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More