The news is by your side.

د افغان او پاکستاني پوځیانو نښتې مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/راپورونه وایي چې د کنر په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کنړ کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ هغه مهال نښته را منځته شوه، چې افغان پوله ساتو د پاکستاني ملېشو د نوې پوستې جوړولو اراده ور شنډه کړه او دوی یې دغه کار ته پرې نه ښودل.

ویل کېږي د دواړو لوریو تر منځ جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او څلور کسان شهیدان شوي دي. د معلوماتو له مخې نن ماسپښین د کونړ په نواپاس سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته را منځته شوه.

پاکستان وخت ناوخت له افغانستان سره د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې اخ او ډب کوي چې ډېری وخت له غاښ ماتوونکي ځواب سره هم مخ کېږي.

له سیمې څخه په راغلو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر کونړ راکټونه هم ویشتل شوي دي چې په کې څلور تنه ملکیان شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي جګړه هغه رامنځته شوې کله چې پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې نوي تحرکات پيل کړل او پر کونړ یې توغندي وتوغول. مصمم زیاتوي چې د پاکستانیو او افغان پوځیانو ترمنځ نښته نن شاوخوا یوه بجه پيل شوه چې په وینا یې اوس دریدلې ده.

د کونړ ولایتي چارواکي وایي چې ښایي په تلفاتو کې زیاتوالی راشي ځکه په وینا یې تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره ورسره نشته ده. په دغه پېښه کې پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې یو شمېر ننګرهار مېشته خلکو هم ویلي چې باید د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو ملېشو مخه ډب کړل شي. ویل کېږي په په پیر بابا کې هم دغه ترهګر سالارې مېشلې په دروازه جوړولو لګیا دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.