اداري فساد او ملي حیثیت ته یې زیانونه
خبریال وېب پانه / فساد هغه آفت دی چې د یوۀ هېواد باور پۀ ملي او نړیواله سطحه له خاورو سره خاورې کوي او نوم یې د نړۍ پۀ نقشه کې خائین، پردیپال او د فردي ګټو معتادین معریفي کوي.
فساد هغه بدرنګه پدیده ده چې مقتدر پۀ کې د خپل اقتدار او ځواک څخه سوء استفاده کوي او ملي ګټې پرې زیانمنوي.
فساد هغه ناورین دی چې د خپلو فردي حقوقو پۀ لالچ کې د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي. فساد هغه طاعون دی چې مفسېد پرې د بهرنیانو غلامي قبلوي.
فساد هغه دستګاه ده چې مفسېد پرې بهرنیانو ته ددې زمینه صلاحیت وربخښي چې د هېواد په داخلي چارو کې دې په پوره جرأت او ډاډ سره لاسوهنه وکړي.
نړیوال بانک فساد داسې تعریفوي:
د دولتي امکاناتو، صلاحیتونو او عمومي قدرت څخه سوء استفاده د خپلو فردي ګټو لپاره، عبارت له فساد څخه دی.
مونږ ډېری وخت د فساد، مفسېد، اداري فساد او تر څنګ یې نوې پیل شوې لوبه چې اخلاقي فساد یې بولي، ډېر عادي برخورد او عکس العمل یې د نومونو پر آورېدو ښایو او ځانونه بې مسؤلیته او ناتوانه ښکاره کوو.
افغانستان او بالخصوص د منځنۍ آسیا پۀ هېوادونو کې د فساد ناندرۍ هغه وېرونکی اواز دی چې د نړیوالو باور یې پر ځان ختم کړی.
فساد پر وړاندې مبارزه ولې ناکامه ده؟
د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارات همېش چغې وهي چې فساد باید کنټرول کړل شي، مخه یې باید ونیول شي، پرې اخته ناروغان یعنې مفسېدین څارنوالیو او محاکمو ته ور معریفي شي چې د نورو لپاره پند او دوی د خپلو کړنو سزا وګوري خو پۀ تأسف سره باید ووایم چې دا فقط لکه تیوریکي قوانین چې نۀ اکثریت عملي کېږي او نۀ یې پر وړاندې جدي اقدامات کړي.
په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان دریم او ورپسې د جنوبي آسیا هېوادونه د فساد تر ټولو ډکې ځالې بلل کېږي او لاهم دغه آفت پرې واکمن او د ډېرېدو پۀ حال کې دی.
فساد یواځې مونږ د پیسو اخېستل بولو خو فساد په اداراتو کې په مختلفو اشکالو موجود دی لکه فرهنګي فساد، اخلاقي فساد، عقیده یي فساد… چې زمونږ پۀ هېواد کې یې رېښې او ډولونه پۀ پوره اندازه شتون لري او لا هم مفسېدین د کوم سزا مرتکېب نۀ دي ګرځېدلي.
زمونږ په دولتي اداراتو او له بهره پۀ ډیزاین شویو مؤسیساتو کې اخلاقي فساد نن ورځ په هغه درجه کې قرار لري چې له کنټروله وتلی او مخنیوی یې تر ډېره حده ناممکن دی.
د غرب ډیموکراسي د خپلو پلانونو تر ټولو پیاوړی پلان چې په اسلامي هېوادونو کې یې ولس پرې اخته او تر کنټرول لاندې راوستی دی، اخلاقي فساد دی چې د واک، چوکۍ او مقام د ترلاسه کولو لپاره د خلکو له مجبوریت سوء استفاده کوي.
حامد کرزي به ویل: پیسې واخلۍ، خو له افغانستانه یې بېرون مۀ وباسئ. د تېر حکومت مفسېدې قضیې کۀ په سم ډول وڅېړل شي نو اکثریت اوسني په رأس کې دخیل مشران به مو پۀ کلونه کلونه د بند پۀ سزا محکوم شي خو دا چې ښه حکومتولي موجوده نۀ ده نو هر څوک خپلې مزې چړچې کوي، خوار او تباه پۀ کې مظلم، بېچاره عوام ولس دی چې د بې وسۍ په تیارو کې ډوب دي.
د فساد شتون او زیانونه یې:
۱: د حکومت باور پر ملي، سیمه ییز او نړیوال سټېج زیانمنوي.
۲: د غوره حکومتولۍ سیسټم له منځه وړي.
۳: د پیاوړي حکومت د راتلو لپاره لوی ترین خنډ واقع کېږي.
۴: د عوامو خلکو حقوق پۀ کې تل تلف کېږي.
۵: د بهرنیانو لاسوهنو ته ور پرانېزي.
۶: د نړیوالو مرستو د زیانمنېدو او کمېدو سبب ګرځي.
۷: اخلاقي فساد پۀ کې اوج ته رسېږي لکه پۀ اداراتو کې جنسي زورونې چې نن ورځ یې عملاً قضیې ثبت کېږي.
۸: د اهل کار قشر د استعدادونو وژل
لیکنه ـ عزت الله خاطر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.