The news is by your side.

ISI او خلیلزاد د طالبانو پاکستان ضد مرکچي پلاوی بدل کړ

خبریال وېب پاڼه/دوې ورځې مخکې د وسله والو طالبانو په مرکچي پلاوي کې بدلون راغی او څلور نور کسان هم په کې زیات شول.

د طالبانو د قطر له دفتره خبر یوه مشر ویلي دي چې د دغه وسله والې ډلې په مذاکراتي پلاوي کې بدلون د آی اېس آی او خلیزاد په خوښه وشو تر څو د پاکستان ګټې خوندي کړي او هغه کسان چې د پاکستان له دریځ سره ناساز وو، لرې کړای شول.

د سرچینې په خبره، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد غواړي چې د سولې په روان بهیر کې د پاکستان د مرستې په خاطر دغه هیواد ته ۳ ملیارد ډالره او په دې پروسه کې پاکستان ته نور رول ورکړل شي.

ویل کېږي د پاکستان او خلیلزاد په غوښتنه به ملاخیرالله خیرخواه، ملاعبدالحق، جهانګیروال او څو تنه نور طالب استازي د طالبانو له هغه پلاوي وایستل شي چې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي. دغه طالب مشر ادعا کوي چې دا کسان د پاکستان له رول سره موافق نه دي او د هغوی پر ځای له پاکستان څخه یو شمېر نور طالب مشران قطر ته استول کېږي چې په مرکچي پلاوي کې شامل شي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ اسوشیتید له اسلام اباد څخه په راپور کې د طالب سرچینو په قول ویلي و چې د ملامحمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب ته د طالبانو د پوځي چارو مشري سپارل شوې ده. طالبانو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې ډلې د مشرتابه شورا ۴ غړي په مرکچي پلاوي کې شامل کړل شوي دي.

په قطر کې د طالبانو یو مشر وايي چې امریکا پر اشرف غني سیاسي فشار اچوي او د فشار د شدت لپاره طالبان د خلیلزاد په غوښتنه تشدد زیاتوي او کموي.

د طالبانو یو بل مشر وايي چې د طالبانو اورکم یا اورزیات ما ته هغه بیاباني …. ښکاري چې خلیلزاد ډاکتر غني پرې ډاروي او د جنګ کلۍ اوس د ملا برادر په جېب کې ده او هغه له خپلې افراطي کلۍ سره د خلیلزاد په خپاره دسترخوان ناست دی.

دا طالب همداراز ادعا کوي چې د فبرورۍ په ۲۹ ټاکل شوې وه چې خلیلزاد او عباس ستانکزی د امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړي خو له دې کبله چې ستانکزي په هند کې زده کړې کړي، د پاکستان د مخالفت له کبله څنګ ته پرېښودل شو او د سولې تړون ملا برادر لاسلیک کړ.

د طالبانو دغه مشر زیاتوي، خلیلزاد پر پاکستان تر اندازې زیات باور کړی او غواړي چې د سولې پلان اسلام اباد ته وسپاري او که لس تنه پاکستان مېشتې طالبان د سولې په مرکچي پلاوي کې شامل شي، ممکن د قطر دفتر پاکستان ته ولېږدول شي.

هېره دې نه وي چې پاکستان د افغان سولې لپاره له پیله تر اوسه ښه اراده نه لري او هڅه کوي او په هره ممکنه لار یې سبوتاژ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.